إعدادات العرض
زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر…
زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ
له ابو نجیح، العرباض بن ساریه رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: موږ ته رسول الله ﷺ داسې پند (نصیحت) راکړ چې زړونه پرې ولړزېدل، او سترګو اوښکې تویې کړې، نو موږ وویل: اې د الله رسوله! داسې ښکاري لکه دا چې د یوه مخه ښه کوونکي نصیحت وي، نو موږ ته وصیت وکړه! هغه وفرمايل: «زه تاسو ته د الله له وېرې (تقوى) سپارښتنه کوم، او دا چې د خپل مشر خبره واورئ او اطاعت یې وکړئ، که څه هم یو غلام پر تاسو حاکم شي، ځکه څوک چې له ما وروسته ژوند وکړي، نو ډېر اختلافونه به وویني، نو پر تاسو لازمه ده چې زما سنت (طریقه) او د راشدو، هدایت شوو خلفاوو لار تعقیب کړئ، او پرې ټینګ پاتې شئ؛ د ژامې غاښونه پرې ټینګ کړئ او (په دین کې ) له نوو جوړو شوو چارو ځان وساتئ، ځکه هر بدعت (نوې اختراعه شوې دیني کړنه) ګمراهي ده».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته داسې په زړه پورې خطبه ورکړه چې له امله یې زړونه ووېرېدل او له سترګو اوښکې وبهېدې. نو هغوی وویل: اې د الله رسوله! دا خو داسې یو وعظ دی لکه څوک چې الله په اماني اخلي، ځکه هغوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید چې په وعظ او نصحیت کې یې زیاته مبالغه وکړه، نو د وصیت غوښتنه یې ترې وکړه تر څو پرې له هغه وروسته منګولې ولګوي. هغه وفرمایل: د الله تعالی د واجباتو په پرې ځای کولو او له منهیاتو څخه یې په ځان ساتلو سره درته له الله تعالی څخه په وېرېدلو وصیت کوم، او دا چې واکمنانو ته غوږ ونیسئ او پيروي یې وکړئ، که څه هم پر تاسې یو غلام واکمن شي، یعنې تر ټولو ټیټ انسان پر تاسې امیر وګمارل شي نو سرغړونه ترې مه کوئ بلکې پیروي یې وکړئ، تر څو فتنه راولاړه نشي، ځکه یقینا که چېرته په تاسو کې له مانه وروسته څوک ژوندی پاتې شي نو زیات مخالفتونه به وګوري. بیا یې ورته لدې اختلاف څخه د وتلو لاره وښودله، چې هغه له هغه وروسته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو هدایت موندونکو خلفاوو په سنتو منګولې لګول دي؛ أبو بکر صدیق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان او علي بن أبی طالب رضي الله عنهم أجمعین، او دا چې د ژامې وروستۍ غاښونه پرې ټینګ کړي، چې پدې سره یې موخه په سنتو کلک پاتې کېدل او منګولي لګول وو. او په دین کې یې له نویو کارونو راپیدا کولو څخه ووېرول، ځکه (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.فوائد الحديث
پر سنت د منګولو لګولو او ترې پیروي کولو اهمیت.
وعظ کولو او زړونو نرمولو ته پاملرنه.
له هغه وروسته د څلور واړه راشدینو او هدایت موندونکو خلفاوو په پیروۍ سره امر کول دي چې هغوی؛ أبوبکر، عمر، عثمان او علی رضي الله عنهم دي.
په دین کې د هر نوښت ممانعت، او دا چې (په دین کې) هر نوښت ګمراهي ده.
له معصیت پرته، له هغه چا نه اورېدل او پیروي کول چې د مومنانو چارې یې په لاس کې وي.
په هر وخت او حالاتو کې له الله جل جلاله څخه د وېرې ارزښت.
اختلاف پدې امت کې شته، او کله چې راپيدا شي نو هغه مهال د رسول الله صلی الله علیه وسلم او راشدینو خلفاوو سنتو ته رجوع کول ضروري دي.
