إعدادات العرض
د الله تعالی دا قول (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) او ويې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل…
د الله تعالی دا قول (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) او ويې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر. ابن عباس - رضي الله عنهما -فرمایلي : دا د نوح له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي.
ابن عباس - رضي الله عنهما - د الله تعالی د دې قول اړوند : (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) فرمایي: دا د نو ح - علیه السلام - له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي، کله چې هغوی وفات شول، شیطان یې قومونو ته په فکر کې وروغورځوله چې خپلو مجلسونو او د ناستې په ځایونو کې بتان نصب کړئ او د دوی په نومونو یې ونوموئ، نو دوی دا کار وکړ، خو عبادت یې ونه شو، تر دې چې هغوی مړ شول، علم له منځه لاړه او د - همغو - بتانو عبادت وشو.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip සිංහල தமிழ்الشرح
ابن عباس - رضي الله عنهما - دا آیت کریمه داسې تفسیروي: دغه معبودان چې الله تعالی یې په اړه یادونه کړې ده، د نوح - علیه السلام - قوم یې په اړه یو بل ته په خپلو کې په پرلپسې توګه د عبادت سپارښتنه وکړه، وروسته لدې چې د هغوی پيغمبر نوح - علیه السلام - هغوی په الله تعالی له شرک څخه منع کړل- ویې ویل - دا په اصل کې د هغوی د نیکانو خلکو نومونه دي ، هغوی شیطان تیرویستل تر دې چې د - نیکانو- مجسمې یې نصب کړې، دا خبره دې حد ته ورسیده چې په بتانو واوښتل او له الله پرته یې عبادت وشو.فوائد الحديث
د نیکانو خلکو په اړوند غلو کول د هغوی د بندګۍ، او د دین په بشپړ ډول پریښودلو لامل ګرځي.
له انځور اخستلو، او ځړولو څخه ممانعت، په ځانګړې توګه د لویو خلکو انځورونه.
د شیطان د چل (مکر) او د هغه د باطل وړاندې کولو څخه بیریدل د حق په شکل کې.
له بدعتونو او په دین کې له نوو کارونو پیداکولو څخه ویرول، اګر که د تر سره کوونکي نیت ښه وي.
انځور د شرک له وسیلو څخه دی، نو د ساکښانو له انځورونو څخه ځان وساتئ.
د علم د شتون د ارزښت پېژندنه او د له منځه تللو ضرر.
د علم د ورکیدو لامل د علماوو مړینه ده.
له تقلید څخه ځان ساتنه، او انجام کیدای شي خلک له اسلام څخه وباسي.
په مخکنیو امتونو کې د شرک شتون.
دا پنځه ګوني یاد شوي نومونه د نوح د قوم له معبودانو څخه وو.
د باطل لپاره د باطل د خاوندانو یو له بل سره د پیوستون او مرستی بیان.
په عمومي توګه کافرانو ته د ښیرا (بددعایۍ) کولو جواز
التصنيفات
شرک