په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي

په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په حقیقت کې الله تعالی ستاسو لپاره درې شیان خوښوي او درې شیان نه خوښوي نو کوم یې چې خوښ دي دا دي چې تاسو یې عبادت وکړئ، هېڅ شی ورسره شریک نه کړئ او ټول د الله رسۍ کلکه ونیسئ او سره جلا نه شئ، او هغه چې نه یې خوښوي: تا ویلي ما ویلي، زیاتې پوښتنې کول او بې ځایه پېسې لګول دي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي چې الله تعالی د خپلو بندګانو درې خویونه خوښوي او درې بد ګڼي، نو هغه چې خوښ یې دي دا دي چې: دوی یې په یووالي ومني او هېڅ شی ورسره شریک نه کړي، او دا چې د الله په ژمنه، قرآن او د هغه د نبي په سنت پدې ټولو کلکې منګولې ولګوي او د مسلمانانو له ډلې جلا نه شي. او هغه چې بد یې ګڼي: بې ګټې او د هغه څه په اړه ډېرې خبرې کول چې دوی پورې اړه نلري، د هغه څه په اړه پوښتنه کول چې پېښ شوي ندي، له خلکو څخه پیسې او هغه څه غوښتل چې د دوی ملکیت وي، او له اړتیا پرته غوښتنه، د پېسو ضایع کول او له روا موخو پرته یې په نورو لارو کې مصرفول او دا چې (خپل مال) له خطر سره مخ کړي.

فوائد الحديث

الله تعالی له بندګانو څخه اخلاص خوښوي او بد ګڼي چې کفر پرې وشي.

د الله تعالی په رسۍ منګولې لګول او کلک نیولو ته هڅوونه، ځکه چې یووالی او همغږي رامنځته کوي.

پر جماعت او ورسره په یو ځای کېدو ټینګار او د صفونو پر یووالي امر، او له ضد څخه یې ممانعت چې ځانځاني او اختلاف دی.

د هغه څه په اړه له زیاتو خبرو ډډه کول چې انسان پورې اړه نلري، ځکه که روا وي نو د وخت ضایع کول دي، او که حرامې وي نو د زیاتې ګناه لامل ګرځي.

د خلکو په حالاتو کې له ژور ننوتلو څخه ډډه کول او دا چې د هغوی د حالاتو څارنه وشي او یا یې خلکو ته ویناوې او کړنې وویل شي.

له خلکو څخه د هغوی د مالونو د سوال کولو ممانعت.

د مال د بې ځایه لګښت حراموالی او دا چې باید په ګټورو لارو ولګول شي.

التصنيفات

د الوهیت توحید, مسلمانه ټولنه