د عُكْل او یا عُرَيْنَةَ څخه ځینې خلک راغلل چې د مدینې هوا ناروغه کړل

د عُكْل او یا عُرَيْنَةَ څخه ځینې خلک راغلل چې د مدینې هوا ناروغه کړل

له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي: د عُكْل او یا عُرَيْنَةَ څخه ځینې خلک راغلل چې د مدینې هوا ناروغه کړل نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته د اوښانو سپارښتنه وکړه چې متیازې او شېدې یې (د درملنې په موخه) وڅښي، نو لاړل (ویې څښلې) او کله چې ورغېدل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپون یې وواژه او څاروي یې له ځان سره مخکې کړل، همغه و چې د ورځې په پېل کې یې خبر راورسید، نو خلک یې پسې ولیږل، کله چې لمر ښه راپورته شو دوی راوستل شول، نو امر یې وکړ او لاسونه او پښې یې پرې شوې او سترګې یې په سکروټه شوو مېښونو وداغل شوې او په دښته کې پرېښودل شول، اوبه یې غوښتلې خو نه ورکول کېدې، أبو قلابة وایي: دا هغه خلک وو چې غلا او قتل یې کړی و او له ایمان راوړلو وروسته کافران شوي وو او د الله او د هغه له رسول په وړاندې جنګېدلي وو.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته له دوو قبیلو؛ عرینه او عکل څخه ځینې خلک راغلل او مسلمانان شول، نو په مدینه کې ورته یو ډول ناروغي پېدا شوه چې له امله یې د دوی ګېډوې وپړسېدې، نو په مدینه کې یې مېشتېدل خوښ نه شو، ځکه چې خواړه او هوا یې په دوی ونه لګېده. نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې د زکات د اوښانو پنډغالي ته لاړ شي او له متیازو او شېدو څخه یې وڅښي، نو دوی لاړل، کله چې ورغېدل، څرب شول او رنګونه یې بیرته ځای ته راغلل نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم شپون یې وواژه او اوښان یې له ځان سره مخکې کړل، تر دې چې د ورځې په پېل کې یې خبر راغی، همغه و چې خلک یې پسې ولیږل او ونیول شول، کله چې لمر ښه راپورته شو، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اسیران راوستل شول، هغه یې د لاسونو او پښو د پرې کولو او سترګو ړندولو امر وکړ، ځکه دوی دا کړنې له چوپان سره کړې وې، بیا په سره او ګرمه دښته کې وغورځول شول، اوبه یې غوښتلې خو نه ورکول کېدې تر دې چې مړه شول. أبو قلابة وایي: دوی غلا او قتل وکړ او له ایمان راوړلو وروسته کافران شول او د الله او د هغه د رسول پر وړاندې یې جګړه وکړه.

فوائد الحديث

د هغو څارویو د متیازو پاکوالی چې غوښه یې خوړل کیږي.

د اوښانو په شیدو او متیازو سره د طبابت او درملنې مشروعیت.

په قصاص کې د بالمثل عمل کولو مشروعیت، او د قصاص له حالت پرته د بدن د غړو (مُثلې) ممانعت.

د یو انسان په سر د ډلې قصاص کولو مشروعیت، برابره خبره ده که هغه یې په دوکه وژلی وي او یا په جنګ کې.

التصنيفات

نبوي طب, د لارې شکوونو حد ( جزا ), د مرتد کیدلو جزا