پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي

پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي

له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «پر چا چې حد جاري شو او په دنیا کې بیړنۍ سزا ورکړل شوه، نو الله تعالی لدې ډېر عادل ذات دی چې خپل بنده ته په آخرت کې دویم ځل سزا ورکړي او پر چا چې حد جاري شو او الله یې پرده وکړه او بښنه یې ورته وکړه، نو الله تعالی له دې ډیر عزتمن دی چې هغه څه بیرته واخلي چې یو ځل یې بښلی دی»

[حسن] [رواه الترمذي وابن ماجه]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم وايي چې چا یوه ګناه وکړه، هغه چې له امله یې پرې شرعي حد لازمیږي لکه: زنا او غلا، بیا خپله سزا وګوري او په دنیا کې پرې حد جاري شي، نو په نوموړي حد سره یې هغه ګناه پاکیږي او په آخرت کې ترې سزا لرې کیږي؛ ځکه الله تعالی لدې ډېر سخي او مهربان دی چې بنده ته دوه سزاګانې سره یو ځای کړي، او الله چې په دنیا کې د چا پرده وکړه او په ګناه سره یې سزا ورنه کړل شوه او الله ورته عفو او بښنه وکړه، نو الله تعالی لدې ډیر عزتمن او سخي دی چې د هغې ګناه له امله سزا ورکړي چې یو ځل یې ورته بښلې ده.

فوائد الحديث

د الله تعالی ستر عدل، سخاوت او مهرباني.

په دنیا کې حد جارې کېدل د ګناه لپاره کفاره ده.

او له چا چې داسې یوه ګناه وشي چې حد پرې لازمیږي، نو دا چې الله یې پرده وکړه ورته په کار دي چې پر ځان پرده واچوي او په بیړه صادقانه توبه وکړي.

التصنيفات

حدود