د ثواب لوی والی د مصیبت په لوی والی سره دی، او الله - تعالی - چې کله د کوم قوم سره مینه ولري، په مصیبت سره یې امتحانوي؛ نو څوک چې خوښ و د هغه لپاره رضایت دی او څوک چې…

د ثواب لوی والی د مصیبت په لوی والی سره دی، او الله - تعالی - چې کله د کوم قوم سره مینه ولري، په مصیبت سره یې امتحانوي؛ نو څوک چې خوښ و د هغه لپاره رضایت دی او څوک چې ناراضه و د هغه لپاره نارضایتي ده

له انس بن مالک رضي الله عنه – څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د ثواب لوی والی د مصیبت په لوی والی سره دی، او الله - تعالی - چې کله د کوم قوم سره مینه ولري، په مصیبت سره یې امتحانوي؛ نو څوک چې خوښ و د هغه لپاره رضایت دی او څوک چې ناراضه و د هغه لپاره نارضایتي ده".

[صحيح] [ابن ماجه روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې حدیث کې موږ ته خبر راکوي چې که پر یو مؤمن د هغه په ځان او یا د هغه په ​مال یا بل ډول مصیبت راشي ، نو الله تعالی به ورته د مصیبتونو اجر ورکوي که هغه صبر وکړي. څومره چې مصیبتونه لوی وي او خطرونه یې زیات وي همغومره یې د الله سره اجر او ثواب زیات دي - بیا هغه - صلی الله علیه وسلم - وفرمایل - چې آفتونه د مؤمن سره د الله د مینې نښانې دي او دا چې د الله حکم او فرمان حتمي پلی کیږي چاره نشته. خو څوک چې صبر وکړي او راضي شي، الله به د هغه په ​​خوښۍ او رضایت سره هغه ته پوره اجر او ثواب وركړي او څوک چې زړه بدی شو او د الله له حكم او تقدير څخه یې نفرت وكړ، نو الله به ورڅخه ناراضه شي او پوره جزا به ورکړي.

فوائد الحديث

مصیبتونه د ګناهونو کفاره ده تر څو چې پرې واجب پري نه ږدي، لکه د صبر پرېښودل او يا کوم حرام کار کول لکه - د مصیبت پر مهال - ګریوان څېرې کول او مخونه وهل.

الله تعالی ته د محبت د صفت ثابتول په داسې طریقه چې د هغه د لویۍ سره ښایي.

مصیبت د مؤمن لپاره د ایمان له نخښو څخه دی.

الله تعالی ته د رضایت او غصې صفتونو ثابتېدل لکه څرنګه چې د هغه د عظمت سره ښایي.

د الله په پریکړې او تقدیر سره د خوښۍ څرګندولو روا والی.

د الله په پریکړه او تقدیر د خفه کيدلو حراموالی.

په مصیبتونو د صبر او استقامت ټینګار.

انسان ډیر کرتې یو شی بد ګڼي لیکن په هغې کې یې خیر وي.

د الله تعالی په کړنو کې هغه ته د حکمت ثابتول.

جزا د کړنې له جنس څخه وي.

التصنيفات

پر قضاء او تقدير ايمان