پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار د لمانځه (فجر) پر دوو رکعتونو ډېر پابند و

پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار د لمانځه (فجر) پر دوو رکعتونو ډېر پابند و

عائشې د مؤمنانو مور رضي الله عنها، ویلي: پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار د لمانځه (فجر) پر دوو رکعتونو ډېر پابند و.

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

د مؤمنانو مور عائشې رضي الله عنها خبر ورکړی چې پېغمبر ﷺ د نورو نفلونو په پرتله د سهار له لمانځه څخه مخکې په دوو رکعتونو راتبه نفلو ډېر پابند و.

فوائد الحديث

نفلي لمونځ هغه عبادتونه دي چې دفرضو څخه پرته نور اړوند عبادتونه دي، دلته مقصد د فرضو سره تړلي راتبه سنتونه دي.

راتبه سنتونه: دسهار له لمانځه څخه مخکې دوه رکعتونه، د ماسپښین له لمانځه څخه مخکې څلور رکعتونه او وروسته دوه رکعتونه، د ماښام لمانځه څخه وروسته دوه رکعتونه، او د ماخوستن د لمانځه پسې دوه رکعتونه دي.

دسهار راتبه سنت په کور او سفر کې کېږي، خو د ماسپښین، ماښام او ماخوستن سنت یوازې په اقامت کې کېږي.

د سهار په دوو رکعتونو ډېره سپارښتنه شوې ده، نو باید په اړه یې سستي ونه شي.

التصنيفات

د نفلي لمونځ فضیلت, راتبه سنتونه