له هغه څه نه چې ما تاسو ته منع کړي یاست، له هغې څخه ډډه وکړئ او په هغه څه مې چې درته امر کړی، څومره چې کولی شئ هغه پر ځای کړئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې خلک د دوی د ډیرو…

له هغه څه نه چې ما تاسو ته منع کړي یاست، له هغې څخه ډډه وکړئ او په هغه څه مې چې درته امر کړی، څومره چې کولی شئ هغه پر ځای کړئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې خلک د دوی د ډیرو پوښتنو او د انبیاوو په وړاندې د دوی د مخالفت له امله هلاک شوي دي.

له ابو هریره - رضي الله عنه - څخه روایت دی فرمایي: له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه مې اوریدلي دي چې فرمایل یې:« له هغه څه نه چې ما تاسو ته منع کړي یاست، له هغې څخه ډډه وکړئ او په هغه څه مې چې درته امر کړی، څومره چې کولی شئ هغه پر ځای کړئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې خلک د دوی د ډیرو پوښتنو او د انبیاوو په وړاندې د دوی د مخالفت له امله هلاک شوي دي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته لارښوونه کړې چې کله هغه مونږ له کوم کار څخه منع کړو، نو موږ باید له استثنا پرته له هغه څخه ډډه وکړو، او که هغه مونږ ته د یو کار امر وکړي، نو باید چې د توان په اندازه پرې عمل وکړو. بیا یې موږ ته خبرداری راکړ تر څو د پخوانیو امتونو په څیر نه شو، چې هغوی د - خپلو پغمبرانو - په وړاندې د مخالفت سره سره له هغوی ډیرې پوښتنې کولې، نو دوی ته الله - تعالی- په بېلابیل ډول هلاکولو او ویجاړولو سره سزا ورکړه، نو موږ باید د هغوی په څېر نه شو، تر څو د هغوی په څېر هلاک نه شو.

فوائد الحديث

د امرونو په عملي کولو حکم، او له منهیاتو څخه ډډه کول.

ممانعت له منهیاتو څخه د یو څه - د کولو - اجازه نده ورکړې، او امر د توان په درلودلو سره مقید شوی، ځکه پریښودل ممکن دي، او عمل وړتیا ته اړتیا لري تر څو په امر شوي كار عمل رامنځته کړای شي.

د زياتو پوښتنو كولو ممانعت، علماوو کرامو پوښتنه په دوو برخو ويشلې ده: يو دا چې د هغه څه د زده کړې په موخه وي چې په دیني چارو کې ورته اړتیا لري، نو په دا ډول پوښتنو امر شوی، او د صحابه کرامو پوښتنې هم له همدې ډول څخه وې، دویم: هغه ډول پوښتنې دي چې د ضد او تکلیف ورکولو په موخه کیږي، نو لدې څخه منع راغلې ده.

د دې امت ویرول د خپل پیغمبر له مخالفت څخه، هغه څه چې لدې وړاندې په تېرو امتونو کې پېښ شوي دي.

ممانعت لږ او ډیر - دواړو- ته شاملیږي، ځکه ورڅخه ځان ژغورل نه کیږي مګر د لږو او ډیرو څخه په ځان ساتلو سره، د بیلګې په توګه: له سود څخه یې منع کړې یو، نو لږ او ډیر -داوړو- ته شاملیږي.

د هغه اسبابو پرېښودل چې حرامو ته لار پرانیزي، ځکه همدا د مخنیوي له معنا څخه ده.

انسان واک او توان دواړه لري، دلیل یې د هغه دا قول دی: "مَا استَطَعْتُمْ" پدې کې پر جبریه و باندې رد دی، هغوی چې وایي: انسان واک نه لري، ځکه هغه یې په کولو مجبور دی، حتی یو انسان چې کله د خبرو پر مهال خپل لاس خوځوي، نو هغوی وایې د لاس خوځول د هغه په واک کې ندي، بلکه هغه مجبور دی، او شک نشته چې دا یوه باطله وینا ده چې لویه خرابي پرې مرتبیږي.

انسان لره نه ښایې چې کله د رسول - صلی الله علیه وسلم - امر واوري او ووایې چې: آیا دا واجب دی که مستحب، دلیل یې "فَأْتُوا مِنْهُ مَا استَطَعْتُمْ". دی، یعنې څومره چې ترې کولای شي هغومره وکړئ.

په هر هغه څه چې نبي - صلی الله علیه وسلم - امر کړی، او یا یې ورڅخه منع فرمایلي ده هغه دین دی، برابره ده که هغه په قرآن کې وي او یا نه وي، بلکه په قرآن سربیره به په سنت هم عمل کیږي؛ که هغه امر وي او یا نهي.

د ډیرو پوښتنو کول د هلاکت سبب ګرځي، په ځانګړې توګه هغه مسألو کې چې رسیدل ورته نه کیږي د بیلګې په توګه د غیبو اړوندو مسائل: لکه د الله تعالی نومونه او صفتونه، د قیامت د ورځې حالات؛ پدې اړه زیاتې پوښتنې مه کوه چې هلاک به شې، ځکه چې په ژور تللو سره به ضدي وګڼل شې.

پخواني امتونه د ډیرو پوښتنو له امله تباه شوي دي، او د خپلو پیغمبرانو په وړاندې د ډیر مخالفت له امله.

التصنيفات

د الفاظ دلالتونه او د استنباط څرنګوالی, د شریعت موخې (مقصدونه), د پخوانیو امتونو قصې او وضعیت