(پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-)

(پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-)

له عقبة بن عامر رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم ماته وویل: (پر ما داسې آیتونه نازل شول چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی؛ معوذتین -الفلق او الناس سورتونه-).

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

عقبة بن عامر رضی الله عنه خبر ورکوي چې نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله تعالی پر ما نن شپه داسې آیتونه نازل کړل چې تر دې مخکې یې مثال نه دی لیدل شوی – یعنې د استعاذې (پناه غوښتنې) په برخه کې – دا دواړه معوذتین دي: یعنې {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ} سورتونه.

فوائد الحديث

د معوذتینو دلوی فضیلت بیان.

په معوذتینو د هر ډول شر څخه پر پناه غوښتنې ټینګار.

التصنيفات

د سورتونو او آیتونو فضیلت