تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي

تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي

له مغیره بن شعبة رضی الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تل به زما د امت یوه ډله برلاسي وي، تر دې چې د الله امر راشي، او دوی به همداسې برلاسي وي».

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې زما د امت یوه ډله به تل پر خلکو برلاسې وي، پر خپلو مخالفینو به غالبه وي، تر دې چې د الله امر راشي – یعنې د دوی ارواح الله تعالی واخلي – د دنیا د پای پر مهال، مخکې له دې چې قیامت راشي.

فوائد الحديث

دا د نبي صلی الله علیه وسلم یوه ښکاره معجزه ده، ځکه دا صفت د نبي صلی الله علیه وسلم له زمانې راهیسې تر نن ورځې پورې الحمد لله پاتې دی، او همداسې به وي تر هغه وخته چې د الله امر راشي، لکه څنګه چې په حدیث کې ذکر شوی دی.

پر حق د ثابت پاتې کېدو او پرې د عمل کولو فضیلت او پرې ټینګار.

د دین ظهور دوه ډولونه لري: یا د دلیل، بیان، او وضاحت له لارې او یا د ځواک او جګړې له لارې. د دلیل او بیان له لارې ظهور تل پاتې دی، ځکه د اسلام دلیل قرآن دی او قرآن څرګند او پر هر څه غالب دی. خو دویم ډول ظهور، چې د ځواک او جګړې له لارې دی نو دا ایمان او ځمکه کې واکمنۍ ته په لیدو دی.