زه ښځو ته لاس نه ورکوم، زما خبره د سلو ښځو سره د یوې ښځې سره د خبرې په څېر ده

زه ښځو ته لاس نه ورکوم، زما خبره د سلو ښځو سره د یوې ښځې سره د خبرې په څېر ده

د أُمَيْمَةَ بِنْتِ رُقَيْقَةَ رضی الله عنها څخه روايت دی هغې ویلي چې: زه د انصارو د ښځو له یوه ټولي سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم حضور ته راغلم ترڅو ورسره بیعت وکړو، موږ وویل: اې د الله رسوله، موږ له تاسو سره په دې بیعت کوو چې له الله سره به هېڅ شی نه شریکوو، غلا به نه کوو، زنا به نه کوو، هغه بهتان به نه تړو چې موږ یې مخکې او وړاندې جوړوو او په حق کې به ستا نافرماني نه کوو، هغه وفرمایل: "څومره چې توان او طاقت لرئ"، هغې وویل: موږ وویل: الله او رسول یې پر موږ ډېر مهربان دي، "راځئ چې له تاسو سره بیعت وکړو، اې د الله رسوله! « نو رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل:"زه ښځو ته لاس نه ورکوم، زما خبره د سلو ښځو سره د یوې ښځې سره د خبرې په څېر ده، یا زما د وینا په څېر د یوې ښځې سره".

[صحيح دی] [الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی]

الشرح

امیمه بنت رقیقه رضي الله عنها خبر ورکوي چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د انصارو د ښځو د یوې ډلې سره ورغله تر څو ورسره پدې بیعت وکړي چې د الله سره به هېڅ شی نه شریکوي، غلا به نه کوي، زنا به نه کوي، او هېڅ داسې تور او بهتان به نه پورې کوي چې وړاندې او مخکې یې له ځانه جوړ کړی وي، او په نیکۍ کې به یې نافرماني نه کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څومره توان او طاقت چې لرئ. موږ وويل: الله او رسول یې پر موږ ډېر مهربان دي، راځه اې د الله رسوله چې لکه د سړیو په څېر درسره په لاس بیعت وکړو، نو هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ښځو ته لاس نه ورکوم، خو زما خبره او بیعت د سلو ښځو سره داسې دی لکه د یوې ښځې سره.

فوائد الحديث

د نبي صلی الله علیه وسلم د ښځو سره د بیعت کولو د څرنګوالي بیان.

د نامحرمو ښځو سره د لاس ورکولو حرمت.

شرعي مکلفیتونه د توان او وړتیا پورې اړه لري.

التصنيفات

د نارینه او ښځینه ترمنځ اړیکه