إعدادات العرض
د انسان د غړو په هر بند صدقه ده
د انسان د غړو په هر بند صدقه ده
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د انسان پر هر بند صدقه ده، هره ورځ چې لمر راخېژي، د دوو کسانو ترمنځ جوړجاړی کول صدقه ده، د یو چا سره د هغه پر څاروي بارولو کې مرسته کول، چې پرې سپور شي او یا یې ورسره په بارولو کې مرسته وکړي صدقه ده. ښه او خوږه خبره صدقه ده. هر قدم چې ته يې جومات ته د لمانځه لپاره اخلې صدقه ده او د لارې نه د ضرري شي لرې کول هم صدقه ده».
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Română Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې هر مسلمان هره ورځ مکلف دی چې د خپلو هډوکو د بندونو د شمېر په اندازه صدقه ورکړي چې شکر یې ادا کړي او دا چې روغ یې پيدا کړی او هډوکي یې ورته داسې پېدا کړی چې هر یو بند یې بندولی او خلاصولی شي، دا صدقه د ټولو نېکونو کارونو په ترسره کولو سره ادا کیږي او د مال ورکولو سره تړاو نه لري لکه: د دوو شخړه کوونکو تر منځ روغه او جوړه کول صدقه ده، او دا چې د یو کمزوري سره په سپرلۍ سپرېدلو کې مرسته وکړې او یا یې ورسره بار کړې، نو دا ستا لپاره صدقه ده، او نېکه وینا صدقه ده لکه: ذکر، دعا، سلام او داسې نور، او هر قدم چې د لمانځه په لور یې اخلې صدقه ده، او د لارې څخه د ضرري څېز لرې کول صدقه ده.فوائد الحديث
د انسان د هډوکو جوړښت او سالمیت د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دی، نو هر هډوکی ځانګړې صدقې ته اړتیا لري تر څو د دغه نعمت شکر ادا شي.
د دې نعمتونو د دوام لپاره هره ورځ د شکر نوي کولو ته هڅونه.
نفلونو او خیراتونو ته هڅوونه چې په دوامداره توګه دا کارونه وکړي.
د خلکو تر منځه د جوړ جاړي فضیلت.
دې ته هڅول چې یو سړی د خپل (مسلمان) ورور سره مرسته وکړي، ځکه د هغه سره مرسته کول صدقه ده.
په جماعت سره لمانځه کې حاضرېدل او جوماتونو ته د پلي تګ فضیلت او پدې سره د جوماتونو ابادول.
د مسلمانانو لارو ته درناوی ساتل چې هغه څه ترې باید لرې شي چې هغوی ته ضرر رسوي.
