إعدادات العرض
څوک چې د علم په لټه کې ووځي تر هغه پورې چې بیرته راګرځیدلی نه وي د الله - تعالی - په لار کې دی.
څوک چې د علم په لټه کې ووځي تر هغه پورې چې بیرته راګرځیدلی نه وي د الله - تعالی - په لار کې دی.
له انس - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت دی: «څوک چې د علم په لټه کې ووځي تر هغه پورې چې بیرته راګرځیدلی نه وي د الله - تعالی - په لار کې دی ».
[حسن] [ترمذی روایت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు မြန်မာ Deutsch 日本語 অসমীয়া Shqip සිංහල Kiswahili தமிழ்الشرح
څوک چې د خپل کور او کلي څخه د شرعي علم په لټه کې ووت، نو دا د هغه چا په حکم کې دی چې د الله - جل جلاله - په لار کې د جهاد لپاره وتلی وي، تر دې چې بیرته خپلې کورنۍ ته راوګرځي؛ ځکه دی هم د دین په راژوندي کولو ، د شیطان په خوارولو او د نفس په ستړي کولو کې لکه د مجاهد په څېر دی.فوائد الحديث
د علم زده کړه د الله جل جلاله په لار کې جهاد دی.
طالب العلم ته لکه د جګړې په میدان کې د مجاهد په څېر اجر ورکول کیږي؛ ځکه هر یو له دوی څخه هغه څه کوي چې د الله شریعت پرې غښتلی کیږي، او هغه څه ورڅخه دفع کوي چې له - دین - څخه نه وي.
په حدیث کې - د دې بیان دی چې - څوک د علم زده کړې پسې ووت نو هغه ته د هغه د مزل تګ او راتګ اجر ورکول کیږي تر دې چې خپلې کورنۍ ته راوګرځي.
التصنيفات
د علم فضیلت