که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي

که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی: هغه عطاء بن ابي رباح ته وويل: آیا زه تاته د جنتيانو څخه یوه ښځه ونه ښیم؟ ما وویل: هو. هغه وویل: دا توره ښځه ده؛ پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل: پر ما مېرګي راځي او زه بربنډیږم، نو له الله تعالی څخه زما لپاره دعا وغواړه، هغه وویل: «که ته وغواړې، صبر وکړې او ستا لپاره به جنت وي، او که وغواړې، زه به له الله تعالی څخه سوال وکړم نو روغه به دې کړي» هغې وویل: زه صبر کوم، او ویې ویل: خو دا چې زه بربنډیږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې بربنډه نه شم، نو دعا یې ورته وکړه.

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما عطاء بن ابی رباح ته وویل: آیا یوه جنتۍ ښځه در ونه ښیم؟ عطا وویل: ولې نه، ویې ویل: دا توره حبشۍ مېرمن ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله، ویې ویل: زه ناروغي لرم او بې هوښه کیږم، او زما د بنده یوه برخه لوڅیږي حال دا چې زه نه پوهیږم، نو له الله تعالی څخه وغواړه چې ما روغه کړي، هغه وویل: که وغواړې صبر وکړه او ستا لپاره به جنت وي، او که غواړې له الله تعالی څخه به سوال وکړم چې روغه دې کړي، هغې وویل: نو صبر کوم، بیا یې وویل: نو له الله تعالی څخه وغواړه چې د بې هوښۍ پر مهال بربنده نه شم، نو له الله تعالی څخه یې ورته وغوښته.

فوائد الحديث

په دنیا کې پر مصیبت صبر کولو انسان ته جنت ورکول کیږي.

نووي رحمه الله ویلي: په حدیث کې دلیل دی چې په بې هوښۍ یا مېرګیو انسان ته بشپړ ثواب ورکول کیږي.

د ښځینه صحابه وو رضي الله عنهن پاکلمني، حیا او پردې کولو ټېنګار، ځکه دې ښځې ډیره ویره درلوده چې هسې نه د بدن کومه برخه یې ښکاره شي.

ابن حجر رحمه الله ویلي:

د سختۍ اختیارول د هغه چا لپاره د نرمۍ له اختیارولو غوره دي چې پوهیږي ځواک لري او د سختۍ پر وړاندې نه کمزوری کیږي.

په حدېث کې د دې خبرې ثبوت دی چې د دعا او الله تعالی پناه غوښتلو کې د ټولو ناروغیو درملنه ده او په درملو له درملنې ډیره اغیزمنه او ګټوره ده، او د دې اغیز او د هغې په وړاندې د بدن غبرګون د فزیکي درملو په پرتله ډیر دی، خو دا یوازې په دوو شیانو اغیزمنه ګرځي: یو د ناروغ له خوا چې د نیت خالص وي، او بل د معالج له خوا، چې د زړه په ځواک، د زړه په توکل او تقوی سره الله تعالی ته توجه وکړي، الله تعالی ښه پوهیږي.

ابن حجر ویلي: حدیث پدې هم دلیل دی چې د طبي درملنې پریښودل جواز لري.

التصنيفات

پر قضاء او تقدير ايمان, طب، درملنه، شرعي دم او دعا, د مېرمنو حکمونه