إعدادات العرض
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د سحر او جادو درملنې او یا پیریانو ویستلو د اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.(۱)
د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د سحر او جادو درملنې او یا پیریانو ویستلو د اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.(۱)
له جابر - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د (نشره) یعنې- د جادو خلاصول په جادو سره- اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.
[صحيح] [ابوداود روايت کړی دی - احمد روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip සිංහලالشرح
له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه د جادوګرۍ د علاج په اړه پوښتنه وشوه چې د جاهلیت په زمانه کې به په هغه طریقه کارول کېده لکه: جادو د جادو په واسطه خلاصول چې د دې حکم څه دی؟ هغه - صلی الله علیه وسلم - ځواب ورکړ: دا د شیطان کار دی یا د هغه له لارې کیږي؛ ځکه چې دا په بل ډول جادو او نورو شیطاني کړنو په کارونې سره کیږي، دا شرک او حرام دی. او د جادو مشروع ویستل، هغه دي چې په شرعي دم سره وویستل شي او یا یې په اړه پلټنه وشي، او په لاس سره یې خلاصول د قرآن کریم د لوستلو او روا درملو سره جایز دي.فوائد الحديث
له علماوو څخه د ستونزمنو مسئلو د حکم په اړه د پوښتنې کولو مشروعیت؛ تر څو سړی په حرامو کې واقع نه شي.
د نشرة (د سحر علاج په سحر سره) څخه منع، په هغه طریقه چې جاهلیت والاو کوله، ځکه دا جادو دی او جادو کفر دی.
شیطاني کړنې ټولې حرامې دي.