إعدادات العرض
1- د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د سحر او جادو درملنې او یا پیریانو ویستلو د اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.(۱)
2- هغه څوک زمونږ څخه ندی چې بد فال ونیسي او یا ورته بد فال ونیول شي، او یا کوډي وکړي او یا ورته کوډې وکړی شي، او یا جادو وکړي او یا ورته جادو وکړی شي؛ او څوک چې کوډګر ته ولاړ او په هغه څه کې یې ريښتونی وګاڼه چې هغه یې وایې؛ نو خامخا کافر شو په هغه څه چې پر محمد - صلی الله علیه وسلم نازل شوي دي.
3- پرېښتې په وریځو کې راښکته کیږي، نو د هغه چارې یادونه کوي چې په اسمان کې فیصله شوې وي، نو شیطان یې په پټه خبرې واوري، بیا یې هغوی کاهنانو ( غیب ویونکو ته ) ورسوي، نو هغوی ورسره له ځانه سل دروغه نور هم جوړ کړي.
4- ?أَيُّهَا النَّاسُ، إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّما أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ». «اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه ځان وساتئ، په حقیقت کې ستاسو څخه مخکې خلک په دین کې د افراطیت له امله هلاک شوي دي