دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي

دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي

له عایشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: سَأَلَ أُنَاسٌ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْكُهَّانِ، فَقَالَ لَهُمْ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَيْسُوا بِشَيْءٍ» قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، فَإِنَّهُمْ يُحَدِّثُونَ أَحْيَانًا بِالشَّيْءِ يَكُونُ حَقًّا، فَقَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «تِلْكَ الْكَلِمَةُ مِنَ الْحَقِّ يَخْطَفُهَا الْجِنِّيُّ فَيَقُرُّهَا فِي أُذُنِ وَلِيِّهِ قَرَّ الدَّجَاجَةِ، فَيَخْلِطُونَ فِيهَا أَكْثَرَ مِنْ مِائَةِ كَذْبَةٍ». خلکو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د غیب ویونکو په اړه پوښتنه وکړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: (هغوی هېڅ ندي) هغوی وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، هغوی کله د یو څه په اړه خبرې کوي چې وروسته حقیقت وي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:" دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو خلکو په اړه پوښتنه وشوه چې په راتلونکي کې د غیبو په اړه وړاندوینه کوي، نو هغه وفرمایل: پروا یې مه ساتئ، او خبرې یې مه اخلئ، او د هغوی چاري دې تاسو اندېښمن نه کړي. نو هغوی وویل: د دوی خبره کله کله له حقیقت سره مطابقت لري، لکه څنګه چې دوی په فلانۍ میاشت، فلانۍ ورځ کې د یوې غیبي پیښې په اړه خبر ورکوي، نو د دوی له وینا سره سم واقع کیږي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: پيریان چې د اسمان له خبرونو څخه څه واوري هغه غلا کړي، بیا له غیب ویونکو څخه خپلو بادارانو ته د هغه څه په اړه خبر ورکړي چې اورېدلي یې دي، غیب ویونکی له اسمان څخه اورېدل شوو ویناوو ته سل نور دروغ ورزیات کړي.

فوائد الحديث

د غیب ویونکي له تصدیق کولو څخه ممانعت، او دا چې څه وایي هغه درواغ او له ځانه جوړې شوې ویناوې دي، که څه هم کله کله رښتیا خیږي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بعثت سره آسمان له شیطانانو څخه خوندي شوی چې له وحی څخه کوم څه او یا بل څه واوري، مګر هغه څوک چې په غلا یو څه واوري او له اور ویشتونکو ستورو څخه بچ پاتې شي.

پيریان د ځان لپاره له انسانانو څخه باداران نیسي.

التصنيفات

د الوهیت توحید, د جاهلیت مسألې