أَيُّهَا النَّاسُ، إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّما أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ». «اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه…

أَيُّهَا النَّاسُ، إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّما أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ». «اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه ځان وساتئ، په حقیقت کې ستاسو څخه مخکې خلک په دین کې د افراطیت له امله هلاک شوي دي

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلى الله عليه وسلم د عقبه جمرې (لویي جمرې) په سهار په داسې حال کې چې په اوښ سپور و وفرمایل: «الْقُطْ لِي حَصًى» «ماته تیږې/ګیټۍ راټولې کړه» نو ما ورته اووه کاڼي/ګيټي راټول کړل، نو هغه په ورغوو کې ومروړل او ویې وییل: «د دې په څېر، په کاڼو وېشتل وکړئ ." بیا یې وفرمایل: «أَمْثَالَ هَؤُلَاءِ فَارْمُوا» ثُمَّ قَالَ: «أَيُّهَا النَّاسُ، إِيَّاكُمْ وَالْغُلُوَّ فِي الدِّينِ، فَإِنَّما أَهْلَكَ مَنْ كَانَ قَبْلَكُمْ الْغُلُوُّ فِي الدِّينِ». «اې خلکو، په دین کې له افراطیت څخه ځان وساتئ، په حقیقت کې ستاسو څخه مخکې خلک په دین کې د افراطیت له امله هلاک شوي دي».

[صحيح]

الشرح

ابن عباس رضي الله عنهما فرمایي چې هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په حجة الوداع کې د قربانۍ په ورځ د جمرة العقبې د ویشتلو په سهار و. نو امر یې ورته وکړ چې کنکرې/ګیټي ورته راټول کړي، نو هغه ورته اووه کنکرې راټولې کړې چې حجم یې د نخود یا چڼې په اندازه و، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس کې ونیولې بیا یې وښوځولې او ویې وییل: د دې په اندازه (ګیټو) ویشتل وکړئ، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم له افراطیت، تشدد او په دیني چارو کې له حد څخه د اوړېدلو په اړه خبرداری ورکړ (او ویې وییل:) پخواني امتونه په دین کې له حد څخه په تجاوز، افراطیت او تشدد له امله تباه شوي دي.

فوائد الحديث

په دين کې له افراطیت څخه ممانعت او د هغې بدې پايلې بيانول او دا چې د هلاکت سبب ګرځي.

زموږ څخه مخکې له پخوانیو امتونو نه عبرت اخیستل د دې لپاره چې د هغو خطاګانو څخه ځان وژغورل شي په کومو کې چې هغوی واقع شوي وو.

د سنتو پیروۍ ته هڅول.

التصنيفات

د جاهلیت مسألې