خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنوته راپورته کړی شي

خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنوته راپورته کړی شي

له عائشة بنت أبي بكر رضی الله عنها څخه روایت دی وایې چې : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلې چې فرمایل یې: خلک به د قیامت په ورځ لوڅې پښې، بربنډ او ناسنوته راپورته کړی شي» ماوویل: اې د الله رسوله! ښځې او سړي به یو بل ته ګوري؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: اې عائشې! حالت به لدې ډیر سخت وي چې خلک یو بل ته وګوري».

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم د قیامت د ورځې ځینې حالتونه بیان کړل: او دا چې خلک به له قبرونو راپاڅول شي او د حساب لپاره به راټول کړی شي، په داسې حال کې چې پښې به یې لوڅې وي، او بربنډ به وي کالي به نه لري، او ناسنوته به وي لکه مور چې زیږولی و، کله چې أم المؤمنین عائشې رضي الله عنها دا خبره واورېده، نو په حیرانتیا سره یې وویل: اې د الله رسوله! آیا ښځې او سړي به ټول یو بل ته ګوري؟! نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته روښانه کړه چې د قیامت د راټولېدو حالت او له مرګه وروسته راپورته کېدل دومره سخت او وېروونکي دي چې خلک به دومره بوخت وي، چې د یو بل عیبونو ته د کتلو فرصت به نه لري.

فوائد الحديث

د قیامت د ورځې د حالاتو بیان او دا چې انسان به په هغه ورځ دومره بوخت وي چې له خپل حساب او عملونو پرته به بل څه ته پام نه کوي.

پدې ټینګار چې انسان عموماً ګناه یوازې د غفلت په حالت کې کوي؛ ځکه که د هغه ذات عظمت او عذاب ور په یاد شي چې نافرماني یې کوي، نو هېڅکله به له هغه څخه غافل نه شي او نه به د هغه له ذکر، شکر او ښه عبادته یوه شېبه بې‌پروا شي، له همدې امله د محشر خلک په خپلو ځانونو بوخت وي او یو بل ته به نه ګوري.

درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د ښځو د حیا شدت څرګندوي؛دا عائشة رضی الله عنها ده چې په ډېرې حیا سره پوښتنه کوي، کله چې اوري چې خلک (نارینه او ښځینه) به بربنډ راټولېږي.

سندي وايي: هر څوک به خپلې چارې بوخت کړی وي او د خپل ورور په حال به نه پوهېږي، الله تعالى فرمایلي: {لِكُلِّ ‌امْرِئٍ ‌مِنْهُمْ ‌يَوْمَئِذٍ ‌شَأْنٌ ‌يُغْنِيهِ} [عبس: 37] «هر انسان به په هغه ورځ داسې حالت ولري چې هغه به یې له نورو بې پروا کړی وي». نو هېڅوک به د بل عورت نه ګوري.

سنتول: د نارینه وو لپاره د تناسلي آلې د سر پوستکی پرې کول او د ښځې لپاره د دخول له ځای نه پورته لکه د چرګ د تاج په څېر یو کوچنی پوستکی پرې کول دي.

التصنيفات

بل ژوند (د آخرت ژوند)