إعدادات العرض
قسم په الله! له تاسو څخه هیڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي
قسم په الله! له تاسو څخه هیڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي
له ابو حمید الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله ﷺ د بني سلیم د زکات پر مالونو یو سړی وټاکه چې ابن اللتبیة نومېده، کله چې راستون شو، نو حسابي یې ورسره کوله، هغه وویل: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی، نو رسول الله ﷺ وویل: «ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو درته ډالۍ راغلې وې، که ته رښتیا وایې» بیا یې موږ ته خطبه راکړه، نو د الله حمد او ثنا یې ادا کړه او بیا یې وویل: «زه ستاسو څخه یو څوک پر هغه کار ګومارم چې الله ماته سپارلی، خو هغه راځي او وایي: دا ستاسو مال دی او دا ماته ډالۍ شوی دی. ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته چې ډالۍ ورته راغلې وې، قسم په الله! له تاسو څخه هیڅوک ناحقه څه نه اخلي مګر دا چې د قیامت په ورځ به یې پر اوږو بار وي زه به ضرور داسې څوک وپېژنم چې د الله حضور ته راځي او اوښ به یې پر اوږو بار وي او رمباړي به وهي، او که غوا وي نو رمباړي به وهي، او که سیرلي وي نو هغه به هم اوازونه کوي، بیا یې لاس پورته کړ تر دې چې د تخرګ سپینوالی یې ښکاره شو، او ویې ویل: «اې الله! آیا ما پیغام ورساوه» زما سترګو ولیدل او غوږونو می واورېدل.
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Русский Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย Hausa Português मराठी دری አማርኛ বাংলা ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી Tagalog ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
نبي ﷺ یو سړی چې ابن اللُتبیة نومېده، د بني سلیم له قبیلې څخه د زکات راټولولو لپاره وټاکه، نو کله چې مدینې ته راستون شو، له هغه سره یې حسابي وکړه چې څه یې راټول کړي او څه یې لګولي دي، نو ابن اللُتبیة وویل: دا ستاسو هغه مال دی چې ما د زکات څخه راټول کړی، او دا نور ماته ډالۍ شوی دی. نو رسول الله ﷺ ورته وویل: ولې دې د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناستې تر څو وګورې چې آیا څوک درته ډالۍ درکوي کنه، که چېرته ته په خپله خبره کې ریښتینی یې؛ ځکه دا ډالۍ درته د همدغې دندې له امله درکړل شوي دي، او که په کور کې ناست وای، نو هېڅ شی به درته نه و درکړل شوی؛ نو یوازې د ډالۍ په نوم اخیستل درته روا نه دي. بیا رسول الله ﷺ په غصه منبر ته وخوت او خطبه یې وویله، د الله حمد او ثنا یې ادا کړه، بیا یې وفرمایل: اما بعد: زه له تاسو څخه یو سړی د هغه کار لپاره ګومارم چې الله ماته د زکاتونو او غنیمتونو د چارو واک راکړی، خو هغه له خپل کاره راځي او وایي: دا ستاسو لپاره دي او دا ماته د ډالۍ په توګه راکړل شوي دي! ولې هغه د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته تر څو ډالۍ ورته راغلې وای؟ قسم په الله! څوک چې له حقه پرته څه واخلي، د قیامت په ورځ به یې پر غاړه وړي؛ که اوښ وي نو رمباړي به وهي، او که غوا رمباړي به وهي او که پسه وي نو رمباړي به وهي. بیا یې خپل لاسونه دومره پورته کړل چې ناستو خلکو یې د تخرګ سپینوالی ولید، بیا یې وویل: اې الله! ما ستا حکم دوی ته ورساوه. بیا ابو حمید الساعدي رضي الله عنه وویل: دا هغه څه دي چې سترګو یې ولیدل او غوږونو یې واورېدل.فوائد الحديث
حاکم باید خپلو کارکوونکو ته څرګند کړي چې له هغوی څخه څه غواړي او له څه نه یې منع کوي.
د هغه چا لپاره سخت ګواښ دی چې د خلکو مالونه په ظلم اخلي.
هیڅ ظالم نشته مګر دا چې د قیامت په ورځ به له هغه څه سره راشي چې ظلم یې پرې کړی دی.
پر کارکوونکو واجب دي چې د دولت له کارونو څخه هغه تر سره کړي چې ورسپارل کیږي او د کار اړوند له خلکو ډالۍ وانخلي؛ او که یې واخېستلې، نو باید بیت المال ته یې وسپاري، ځکه دا کار د خیانت او فساد لامل ګرځي.
ابن بطال وايي: دا حدیث ښيي چې مامور ته ډالۍ د مننې، یا ورته ځان ګرانولو او یا پدې تمه ورکول کیږي چې یو څه ورته پریږدي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې خبرې ته اشاره وکړه چې هغه پدې ډالیو اخېستلو کې لکه د نورو مسلمانانو په څېر دی، دی په نورو هیڅوک غوره والی نه لري او دی یې باید د نورو په پرتله ځان برتر ونه ګڼي.
نووي ویلي: په حدیث کې دا څرګنده شوې چې د چارواکو لپاره ډالۍ حرام او خیانت (غلا) ده؛ ځکه چې هغوی په خپل مقام او امانت کې خیانت کوي. په همدې دلیل د حدیث په پای کې د هغوی د جزا او د هغې ډالۍ د اخیستلو ذکر شوی چې هغوی به یې د قیامت په ورځ باروي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم په همدې حدیث کې د ډالۍ د حرامېدو علت تشریح کړی دی، او دا علت یوازې د چارواکو لپاره دی، نه د نورو کسانو لپاره، ځکه چې له مامور پرته نورو خلکو ته ډالۍ اخېستل مستحب دي.
ابن المنیر ویلي: لدې وینا چې وایي ( آیا دی د خپل پلار او مور په کور کې نه کېناسته) معنا یې دا ده چې لدې مخکې ورته ډالۍ اخېستل روا دي، ابن حجر ویلي، پټه نده چې دا کار باید له دودیزې بڼې زیات نه شي.
د نبوي نصیحت طریقه دا ده چې عمومي وي، نه دا چې څوک رسوا کړي.
ابن حجر ویلي: لدې څخه د امانت دار سره د محاسبې کولو جواز دی.
ابن حجر وايي: په دې کې د خطا کوونکي ملامتول جائز دي.
د دعا پر مهال د لاسونو پورته کول مستحب دي.
