إعدادات العرض
تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: اې الله! که خوښه دې وي نو بخښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه…
تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: اې الله! که خوښه دې وي نو بخښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه وکړي، ځکه الله تعالی هغه څه کوي چې هغه یې غواړي، هېڅوک یې مجبورولی نشي
له ابوهریرة رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «تاسې کې دې هېڅوک داسې نه وایي چې: اې الله! که خوښه دې وي نو بخښنه راته وکړه؛ که خوښه دې وي رحم راباندې وکړه؛ که خوښه دې وي رزق راکړه، بلکې خپله غوښتنه باید په ټینګه وکړي، ځکه الله تعالی هغه څه کوي چې هغه یې غواړي، هېڅوک یې مجبورولی نشي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া Tiếng Việt ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ไทย Македонски తెలుగు मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ Malagasy Українська ភាសាខ្មែរ ಕನ್ನಡ Svenskaالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم لدې منع فرمایلې ده چې دعا ته له څه شي سره تړاو ورکړل شي، که څه هم د "الله تعالی مشیئت وي؛ ځکه جوته ده چې الله پاک بخښنه نه کوي مګر چاته چې وغواړي، نو د مشیئت شرط اېښودل هېڅ معنا نه لري، ځکه دا شرط یواځې له هغه چا سره اېښودل کېږي چې له خوښې پرته پرې په مجبورۍ سره یو کار تر سره کېږي یعنې هغه یې نه غواړي، حال دا چې الله تعالی له دې او هر ډول نېمګړتیاوو څخه پاک دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په پای کې جوته کړې ده چې هېڅوک الله تعالی مجبورولی نه شي، همدارنګه، الله ته د هېڅ شي کول سخت ندي، ځکه هغه ناتوان نه دی، چې ورته ووایو: "که غواړې چې فلانی شی راکړې نو رایې کړه. ځکه د مشیئت یادونه داسې ښکاري لکه د الله تعالی له بخښنې څخه ځان مړه خوا ښودل لکه چې اړتیا ورته نه وي، نو د ویونکي دا وینا چې وایي: که غواړې نو رایې کړه؛ هغه مهال کارول کېږي چې یا خو هغه کس نه بې نیازه یې، او یا خو هغه ناتوانه وي، خو څوک چې قادر وي او اړتیا ورته وي، نو هغه ته خپل حاجت لوی ښودل کېږي او د یو بې وزله انسان په توګه ترې سوال کېږي، او هغه ته پناه وړي، ځکه هغه غني (بې نیازه)، کامل، او پر هر څه قادر ذات دی.فوائد الحديث
له مشیئت سره د دعا له تړلو ممانعت.
له هغه څه نه د الله جل جلاله سپېڅلتیا چې له هغه سره نه ښایي، د هغه د فضل پراخوالی، بشپړه بېنیازي، کرم او سخا.
د الله جل جلاله د کمال ثبوت.
هغه څه ته لویه لوالتیا چې د الله تعالی سره دي او په هغه سپېڅلې ذات نېک ګمان درلودل.
ځېنې خلک په نافهمۍ کې دعا له مشیئت سره تړي لکه چې وایي: «الله دې ښه درسره وکړي، که الله وغواړي»، «الله دې پرې ورحمېږي که الله وغواړي»، نو د دې حدیث له مخې دا کار جائز نه دی.
التصنيفات
د دعا ادبونه