إعدادات العرض
په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته…
په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "په داسې حال کې چې یو سړی په لاره روان و نو یوه اغزي لرونکي څانګه یې وموندله او د لارې له سر څخه یې لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (ترې راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه".
[صحيح دی] [متفق علیه دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Kurdî Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې یو سړی په لاره روان و، نو د ونې په یو اغزي لرونکي خاښ تېرېده چې مسلمانانو ته یې زیان رسېده، نو دا څانګه یې د لارې څخه لرې کړه، نو الله تعالی ترې منندویي وکړه (راضي شو) او بخښنه یې ورته وکړه.فوائد الحديث
د لارې له سر څخه د ضرر د لرې کولو فضیلت او دا چې دا عمل د الله تعالی د بخښنې لامل ګرځي.
د خېر کړنې که څه هم لږې وي، باید په کمه سترګه ورته ونه لیدل شي.
اسلام د پاکوالي، چاپېریال ساتنې او عامه خوندیتوب دین دی.
التصنيفات
د نیکو عملونو فضیلونه