که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای

که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای

له ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څه دي (څومره ثواب دی) بیا یې لدې پرته بله لار نه موندله چې پچه پرې واچوي، نو پچه به یې اچولې وای، او که پوهېدلی چې لمانځه ته په وختي تللو کې څومره (ثواب) دی، نو یو له بل څخه به مخکې کېدل؛ او که پوهېدلی چې په ماخوستن (عِشاء) او د سهار په لمانځه کې څومره (ثواب) دی، نو خامخا به ورته حاضر شوي وو که څه هم په خاپوړو وای".

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې که خلک پوهېدلی چې په اذان او د لمانځه په لومړي صف کې څومره فضیلت، خیر او برکت دی، او بیا یې د دې لپاره د وړاندې کېدو او لومړیتوب هېڅ لاره نه موندله پرته لدې چې قرعه (پچه) پرې واچوي چې څوک یې مستحق دی، نو قرعه (پچه) به یې اچولی وای، او که پوهېدلی چې لمانځه ته په لومړي وخت کې حاضرېدل څومره اجر لري، نو له یو بل څخه به مخکې کېدل، او که پوهېدل چې د ماخوستن او سهار لمونځونو ته په تللو کې څومره ثواب دی، نو تلل به یې اسان ګڼلی وو که څه هم په خاپوړو سره وي، لکه څنګه چې ماشوم لومړي ځل لپاره خاپوړې کوي.

فوائد الحديث

د اذان د فضیلت بیان.

د لومړي صف او امام ته د نږدې ودرېدلو فضیلت.

په لومړي مستحب وخت کې لمانځه ته د وختي تللو فضیلت؛ ځکه چې لوی فضیلت لري او ډېرې ګټې لري لکه: لومړی صف لاندې کول، لمونځ له پیله لاندې کول، نفل لمونځونه کول، د قرآن کریم تلاوت، د ملایکو له استغفار څخه برخمن کېدل، او دا چې دی به تر هغه مهال پورې په لمانځه کې وي تر څو چې هغه جماعت ته انتظار باسي، او داسې نور.

دلته دې دوو لمونځونو ته په حاضرېدو ټینګار شوی، ځکه چې ورته په حاضرېدو سختي او مشقت وي، ځکه يو یې د خوب د پیل او بل یې د پای پر مهال راځي، نو همدا لامل دی چې منافقانو ته ډېر دارنده لمونځونه دي.

نووي ویلي: په دې حدیث کې د قرعې (پچه اچولو) ثبوت دی، البته په هغو حقونو کې چې خلک پرې ګڼ وي او اختلاف سره پکې ولري.

دویم صف له دریم څخه غوره دی او دریم له څلورم څخه او همداسې پسې.

التصنيفات

فضیلتونه, د لمانځه سنتونه