إعدادات العرض
مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی
مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی
له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: "مؤمن به تل د خپل دين په پراخۍ او اسانتيا کې وي، تر څو یې چې حرامه وینه نه وی توی کړی".
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanskiالشرح
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې مؤمن تر هغه وخته پورې د نیکیو په پراخه لار روان دی او د الله تعالی مهربانۍ، بخښنې او عفوې ته امیدوار دی، تر دې چې یو انسان ووژني، هغه چې وژل یې حرام دي، نو بیا یې پرې د عملونو کړۍ راتنګېږي؛ ځکه چې د قتل او لوی ګناه توان نه لري.فوائد الحديث
په ناحقه او قصدي ډول وژل ستر ناوړه عمل دی، ځکه چې له امله یې پر مؤمن د دین پراختیا راتنګېږي.
هغه وینه چې تویول یې حرام دي په څلور ډوله ده:
۱- د مسلمان وینه، چې تر ټولو لویه ده، ۲- د ذمي وینه، چې دوی هغه یهودیان او عیسویان دي چې دوی د جزیې په ورکولو سره منلي د اسلام په خاوره کې په خپل دین د پاتې کېدو پریکړه کړي وي او د اسلام احکام پر دوی نافذ شوي وي، ۳- د تړون لرونکي (معاهد) وینه، دوی هغه کافران دي چې په خپلو هېوادونو کې دي او موږ ورسره د سولې تړون لرو، نو موږ ورسره جګړه نه کوو او دوی زموږ سره جګړه نه کوي. ۴- د خوندي کس (مُستأمٍن) وینه، چې دا هغه جنګیالی کافر دی چې موږ ورسره هېڅ تړون یا ژمنه نه لرو، خو موږ هغه ته د ټاکلې مودې لپاره د واکمن او یا یې مرستیالانو له خوا امنیت ورکړي وي څو په اسلامي هېواد کې و اوسېږي.
التصنيفات
جنایتونه