إعدادات العرض
د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې
د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې: "د زاړه سړي زړه په دوو شیانو کې ځوان پاتې کېږي: د دنیا په مینه او اوږد مهاله امیدونو کې".
[صحيح دی] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili English অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî తెలుగు Македонски Tagalog Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡ Türkçe Bosanski हिन्दीالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بوډا سړی زړېږي او بدن یې کمزوری کېږي، خو زړه یې د دوو شیانو په مینه کې ځوان پاتې کېږي: لومړی: د ډېرې شتمنۍ لپاره له دنیا سره مینه. دویم: اوږد عمر، زندګۍ، ژوند، او هیله.فوائد الحديث
د هغه څه بیان چې انسان ورسره پیدا شوی؛ د دنیا سره مینه او اوږد مهاله هیلې.
اوږدو هیلو او د پېسو په راټولولو کې د حرص غندنې ته اشاره، چې دا د مرګ لپاره چمتووالی او د شتمنو لخوا د خیرات کولو فضیلت او د غریبانو لخوا پرهیزګارۍ ته اړتیا لري.
بني آدم ته تر ټولو خوښ شی د هغه خپل ځان دی، نو د دې لپاره اوږد عمر او مال خوښوي؛ ځکه چې دا د روغتیا او له دنیا څخه د خوند اخېستلو لپاره له لویو اسبابو څخه دي، نو هر کله چې د دې د ختمېدو احساس پېدا شي مینه یې ورسره زیاتېږي، او د دوام لپاره یې لیوالتیا ډېرېږي.
التصنيفات
دنیا سره د محبت کولو بدي