إعدادات العرض
که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي
که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي
له عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».
[صحيح دی] [امام احمد، الترمذي، النسائي، ابن ماجه، ابن حبان په خپل صحیح کې او حاکم روایت کړی دی]
الترجمة
العربية Español አማርኛ English اردو Indonesia বাংলা Français Türkçe Русский Bosanski සිංහල हिन्दी 中文 فارسی Tiếng Việt Tagalog Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ ไทย Deutsch অসমীয়া Shqip Nederlands ગુજરાતી Кыргызча नेपाली Lietuvių دری Српски тоҷикӣ Kinyarwanda Magyar Čeština Moore Malagasy Oromoo ಕನ್ನಡ Wolof Azərbaycan O‘zbek Українська ქართული Македонски ភាសាខ្មែរ Bambara ਪੰਜਾਬੀ मराठी Kirundi Kurmancî Bahasa Melayuالشرح
رسول الله صلى الله عليه وسلم پر مونږ ټینګار کوي چې د دنيا او دين په چارو کې د ګټې د لاسته راوړلو او ضرر دفع کولو لپاره پر الله جل جلاله توکل وکړو، ځکه چې له هغه پاک ذات پرته بل څوک د ورکړې، منع کولو، ضرر او یا ګټې رسولو واک نه لري. او دا چې په الله تعالی له رېښتوني باور سره هغه اسباب وکاروو چې ګټې راجلبوي او ضرر دفع کوي، نو کله چې مونږ دا کار وکړ الله تعالی به مونږ ته داسې روزي راکړي لکه هغه مرغانو ته یې چې ورکوي چې سهار وختي وږي وځي او بېګا مهال بېرته ډکې خېټې راګرځي، د الوتونکو دا کار د رزق د پلټنې پسې د اسبابو کارولو یو ډول دی، پرته له دې چې سستي او تمبلي وکړي.فوائد الحديث
د توکل فضیلت او دا چې دا یو له هغو لویو اسبابو څخه دی چې رزق پرې لاسته راوړل کیږي.
توکل د اسبابو له کارولو سره په ټکر کې عمل ندی، ځکه هغه وفرمایل چې ریښتینی توکل د رزق په لټه کې له سهار او بېګا وتلو سره په ټکر کې عمل ندی.
د زړه اعمالو ته د شریعت پاملرنه؛ ځکه چې توکل یو قلبي عمل دی.
یوازې له اسبابو سره تړاو ساتل په دین کې نیمګړتیا ده، او د اسباب کارولو پرېښودل د عقل نیمګړتیا ده.
