إعدادات العرض
پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې
پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې
د لقیط بن صبرةرضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه د بَنِي الْمُنْتَفِق د وفد استازی وم - یا د بَنِي الْمُنْتَفِق په استازو کې وم-، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورتلو، نو کله چې مونږ رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېدو هغه مو په کور کې ونه موند، بلکې موږ له ام المؤمنین عایشې رضي الله عنها سره مخ شو، وایي نو هغې امر وکړ چې زموږ لپاره حلوا تیاره کړای شي، نو چمتو کړای شوه، وایي: او موږ ته په یو قاب کې خرما راوړل شوې، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، نو وېې فرمایل: 'آیا تاسو څه وخوړل؟ یا ستاسو لپاره د خوړو چمتو کولو څه ویل شوي دي؟ موږ وویل: هو ای د الله رسوله! وېې فرمايل: په داسې حال کې چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو په دې وخت کې شپون رمه پنډغالي ته دننه کړه او یو ورئ ورسره و چې رمباړې یې وهلۍ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «فلانیه څه شی یې وزېږاوه؟» هغه وویل: ښځه بچۍ یې زېږولې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« پر ځای یې موږ ته پسه حلال کړه» بیایې وفرمایل: «ګمان مه کوئ» چې ستاسو په خاطر مو پسه حلال کړ، زه سل پسونه لرم نه غواړم چې شمېر یې لدې زیات شي، کله چې د شپون په (رمه کې) ښځینه سېرلۍ وزېږېږي، پر ځای یې موږ پسه حلالوو» وایي: ما وویل: اې د الله رسوله! زه یوه پوچ خولې مېرمن لرم (یعنې تېره ژبه لري) رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: طلاقه یې کړه، هغه وویل: ای د الله رسوله! ما سره یې ډېر وخت تېر کړی او اولادونه ترې لرم، وایي «نو نصیحت ورته وکړه» وایي: «نو که خېر پکی وي ستا خبره به ومني، او خپله ښځه دې د وینځې په څېر مه وهه» ما وویل: ای د الله رسوله! د اوداسه په باره کې معلومات راکړه، ویې فرمایل: "پوره اودس وکړه او دګوتو مینځونه خلال کړه او پوزې ته په اوبو اچولو (استنشاق) کې مبالغه وکړه، مګر دا چې روژه یې".
الترجمة
العربية Bosanski English فارسی Français Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Español Kurdî Magyar ქართული සිංහල Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Hausa Português मराठी دری አማርኛ বাংলা ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ Tagalog മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
لقیط بن صبرة رضي الله عنه وايي چې هغه او د هغه د قوم؛ بني المنتفق نور خلک نبې صلى الله عليه وسلم استازي ورغلل، وایي: موږ هغه په خپل کور کې ونه موند، خو موږ د مومنانو مور عایشة رضي الله عنها ومونده، هغې امر وکړ چې موږ ته له وړو او غوړیو څخه حلوا چمتو شي او مونږ ته یو طبق یا قاب راوړلی شو چې خرما پکې وې. بیا وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم راغی او ویې ویل: "آیا تاسو ته کوم خواړه وړاندې شوي دي"؟ موږ وویل: هو، لقیط وویل: پداسې حال کې چې موږ د رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ناست وو، د نبي صلى الله عليه وسلم د رمې شپون راغی چې رمه یې پنډغالي ته روانه کړې وه، او په غېږ کې یې یو وزګوړۍ وه چې رمباړې یې وهلې، نو هغه وویل: څه شی یې وزېږګاوه؟ هغه وویل: ښځینه. ویې ویل: نو پر ځای یې موږ ته رسېرلۍ پسه حلال کړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:التصنيفات
د اودس، سنتونه او آداب