إعدادات العرض
په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بیګا به یې ورته ځای وښودل شي
په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بیګا به یې ورته ځای وښودل شي
له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «په تاسو کې چې کله یو څوک ومري، نو سبا او بیګا به یې ورته ځای وښودل شي که د جنت له خاوندانو و نو په جنت کې به یې ځای وروښودل شي او که له دوزخیانو څخه و نو په دوزخ کې به یې ځای وروښودل شي، ورته به وویل شي: دا دې ځای دی تر دې چې الله تعالی دې د قیامت په ورځ راپورته کړي».
[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو हिन्दी Tagalog 中文 ئۇيغۇرچە Kurdî Português Tiếng Việt Kiswahili Nederlands অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย తెలుగు मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې بنده کله مړ شي نو د ورځې په سر او په پای کې به یې په جنت او یا دوزخ کې ځای وروښودل شي؛ که جنتي وي نو ځای به یې په جنت کې وروښودل شي، او که دوزخي وي، نو ځای به یې په اور کې وروښودل شي او ورته به وویل شي: دا ستا هغه ځای دی چې د قیامت په ورځ به ورته راپورته کېږې؛ نو پدې سره مؤمن راحتیږي او کافر عذابیږي.فوائد الحديث
د قبر عذاب او نعمت حق دي.
ابن حجر ویلي: دا صحنه د متقي مؤمن او کافر لپاره ښکاره ده، او هغه مؤمن چې نیکۍ او بدۍ لري نو کیدی شي په جنت کې یې هغه ځای وروښودل شي چې دی به ورتلونکی وي.
التصنيفات
برزخي ژوند