موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو

موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو

له البراء بن عازب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم په اوو کارونو امر وکړ او له اوو کړنو څخه یې منع کړو موږ ته یې د ناروغ په پوښتنې، د جنازې پسې تللو، پرنجي کوونکي ته (یرحمک الله ) ویلو، قسم یا قسم کوونکي ته براءت ورکولو، د مظلوم ملاتړ کولو، د بلونکي بلنې منلو، او سلام دودولو امر کړی او د طلا یعنې سرو زرو ګوتو په لاس کولو، یا د مهر لپاره کارولو، سپین زرینو لوښو کې له څښلو، په سپرلۍ د ورېښمني زین له اېښودلو او ورښمین ټوکر له اغستلو څخه منع کړي یو، همدا رنګه یې د هر ډول ورېښمو له کارولو منع کړي یو؛ هغه که عادي وي، یا غلیظ وي او یا قیمت بها ورېښمین.

[صحيح] [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته په اوو خویونو امر کړی او له اوو نورو څخه یې منع کړي دي؛ نو هغه چې امر یې پرې کړی په لاندې ډول دي: لومړی، د ناروغ پوښتنه. دویم: جنازې پسې تلل او د جنازې په لمانځه او مړي دفن کولو او ورته دعا کولو کې ګډون. دریم: هغه چاته دعا چې کله پرنجی وکړي او الحمد لله ووایي چې: یرحمک الله ورته وویل شي. څلورم: قسم کوونکي ته د هغه په ریښتیا ګڼلو براءت ورکول، پدې معنا چې که هغه ته په یو څه کې سوګند ورکړل شو او ته پدې قادر وې چې هغه ته براءت ورکړې نو دا کار وکړه؛ تر څو اړ نه شي چې د خپل قسم کفاره ادا کړي. پنځم: د مظلومانو ملاتړ کول، د هغوی سره مرسته کول او د تر خپلې وسې پورې پر هغوی د ظالم د ظلم مخنیوی کول. شپږم: د ولیمې بلنه منل، لکه د واده میلمستیا، د ماشوم د نوم ایښودلو مراسم، یا داسې نور مناسبتونه. اووم: د سلام اچولو دودول او سلام ځوابول. او هغه کارونه چې ترې منع کړي یې دي: لومړی: د سرو زرو ګوتې په لاس کول پرې سينګار کول. دویم: د سپینو زرو په لوښو کې څښاک کول. دریم: په ورېښمني زین‌پوښ کېناستل، هغه ورېښمین زین چې د آس او اوښ له پاسه ایښودل کیږي. څلورم: د ورېښمین ټوکر اغوستل هغه چې ورېښم پکې کاریدلي وي او (القَسِّي) یعنې ورېښمین ټوکر ورته ویل کیږي. او پنځم: ورېښمین کالي اغوستل. شپږم: پنډ یا غلیظ ورېښم اغوستل، کوم چې ډبل ورېښم دي. اووم: نرم او پاسته ورېښمین کالي اغوستل، کوم چې د ورېښمو غوره او قیمتي ډول دی.

فوائد الحديث

پر یو مسلمان د بل مسلمان د یو څه حقونو بیانول.

اصل دا دی چې په اسلامي شریعت کې ذکر شوي هر څه، که اوامر وي یا نواهي، نو هغه ښځو او سړیو دواړو ته شاملیږي، پرته له هغو چې په ځانګړي ډول د نارینه وو یا ښځو لپاره ځانګړي شوي وي.

نور احادیث ښیي چې ښځې د جنازې پسې له تللو څخه منع شوي دي.

نور احادیث ښیي چې د ښځو لپاره د سرو زرو او ورېښمو اغوستل روا دي.

التصنيفات

شرعي آداب, د جنازې پورته کول او خښول