ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼرور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي

ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼرور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي

له البراء رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر بل څڼرور انسان نه دی ليدلی چې په سره جوړه کې د الله جل جلاله له رسول ﷺ څخه ښايسته وي وېښتان یې په اوږو لګېدل، د دواړو اوږو ترمنځ واټن يې پراخ و، نه ډېر دنګ او نه ډېر ټيټ و.

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

البراء بن عازب رضی الله عنه وايي چې هیڅکله یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر څوک نه دی لیدلی چې د سرو لیکو په ازار او څادر کې د هغه په څېر ښایسته وي، د هغه له پېدایشي صفتونو څخه یو دا و چې د اوږو تر منځه واټن یې پراخ و، سینه یې هم پراخه وه او منځمهالې ونه یې درلوده چې؛ نه اوږد و او نه لنډ.

فوائد الحديث

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځینو ښکلو ځانګړتیاوو بیان، لکه ښکلي ویښتان، پراخه سینه، ښایسته قد او داسې نور.

نبي صلی الله علیه وسلم سره د صحابه کرامو مینه او محبت، تر دې چې وروستیو خلکو ته یې د هغه اخلاقي ځانګړتیاوې او صفات بیان کړي دي.

التصنيفات

پیدایشي صفتونه, د رسول صلی الله عليه وسلم لباس