إعدادات العرض
الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه
الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه
له ام المؤمنین عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی وایې چې: یوه غریبه ښځه زما خوا ته راغله چې خپلې دوه لوڼې یې له ځان سره راوستې وې، نو ما درې خرماوې ورکړې، هغې هرې یوې ته یوه یوه خرما ورکړه او دریمه خرما یې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، نو دوو لوڼو یې ترې وغوښته، نو هغې هغه خرما چې غوښتل یې خپله یې وخوري د هغوی ترمنځ ووېشله، نو زه د هغې دې عمل ته حېرانه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې کېسه وکړه، نو هغه وفرمایل: «الله تعالی ورته پرې جنت واجب کړ او یا دا چې له اور څخه یې پرې خلاصه کړه».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Kiswahili Magyar ქართული සිංහල Română অসমীয়া ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ ગુજરાતી Македонски Nederlands ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగుالشرح
ام المؤمنین عائشه رضي الله عنها وایي چې یوې غریبې ښځې خپلې دوه لورګانې له ځان سره راوستې او له هغې یې سوال وکړ، نو هغې درې خرماوې ورکړې، ښځې هرې لور ته یوه خرما ورکړه او یوه یې خپلې خولې ته پورته کړه چې ویې خوري، خو لورګانو یې هغه خرما ترې وغوښته چې غوښتل یې خپله یې وخوري، نو د هغوی دواړو تر منځه یې دوه نیمه کړه، عائشه رضي الله عنها د ښځې د دې حالت په لیدو حیرانه شوه او د هغې کیسه یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وکړه، نو هغه وفرمایل: یقینا چې الله تعالی ورته په هغې خرما سره جنت واجب کړ، او یا دا چې له اور څخه یې پرې ازاده کړه.فوائد الحديث
د صدقې فضیلت، که څه هم لږه وي، او دا چې صدقه د مؤمن په خپل رب ایمان، د هغه پر وعده په باور کولو باندې دلالت کوي.
پر خپلو ماشومانو د مېندو لویه مهرباني، او پر ضایع کېدو یې وېره
.
پر ځان بل ته د لومړیتوب ورکولو فضیلت، پر کوچنیانو ترحم، د لورګانو سره زیاته نیکي او پرې شفقت، جنت ته د ننوتلو او له دوزخ څخه د خلاصون لامل دي.
لږ مال خېراتول باید د لږوالي له امله د خېراتولو پر وړاندې خنډ ونه ګرځي، بلکې خېرات کوونکي ته په کار دي هغه څه خېرات کړي چې ورته اسان وي؛ هغه که لږ وي او یا ډېر.
په حدېث کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کورنیو د ژوند څرګوالی بیان شوی او دا چې ده او کورنۍ به یې له یوې او یا دریو خرماوو پرته د خوړلو لپاره نور څه نه درلودل.
التصنيفات
د نیکو عملونو فضیلونه