إعدادات العرض
ایا نه به یې حرامول هغه څه چې الله به حلال کړي و او تاسو به بیا هغه حرام ګڼل، او حلالول به یې هغه څه چې الله به حرام کړي و او تاسو به حلال ګڼل؟ نو ما وویل: هو خبره همداسې…
ایا نه به یې حرامول هغه څه چې الله به حلال کړي و او تاسو به بیا هغه حرام ګڼل، او حلالول به یې هغه څه چې الله به حرام کړي و او تاسو به حلال ګڼل؟ نو ما وویل: هو خبره همداسې وه : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
له عدي بن حاتم - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغه له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه واوریدل چې دا آیت یې لوسته: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ" 9-31 دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر واکداران د حل او د حرمت نیولي دي او د مریم زوى مسیح (يې هم) معبود نیولای، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي. - وایي - نو ما ورته وویل: مونږ د هغوی عبادت نه کوو، ویې ویل: آیا هغوی نه حراموي هغه څه چې الله حلال کړي دي، او بیا یې تاحرام ګڼئ، او حلالوي هغه څه چې الله حرام کړي دي او بیا یې تاسو حلال ګڼئ؟ نو ما وویل: هو : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip සිංහල தமிழ்الشرح
کله چې دې جلیل القدر صحابي له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د دې آیت تلاوت واوریده چې د یهودو او نصاراو په اړه پکې وضاحت شوی دی: چې دوی خپل علما او عابدان خپل معبودان جوړ کړي، هغوی ورته هغه څه روا کوي چې د الله د شریعت سره په ټکر کې وي، او بیا یې په هغې کې اطاعت هم کوي، نو د دې آیت معنا باندې - صحابي - پوه نه شو، ځکه هغه ګمان کاوه چې عبادت یوازې سجده کول او داسې نور - کارونه - دي، تر دې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ورته وضاحت ورکړ چې : د یهودو د علماوو او مسیحی عابدانو له عبادت څخه دا دي چې : دوی یې اطاعت کوي د حلالو په حرامولو او حرامو په حلالولو سره، د الله - تعالی - او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - د حکم خلاف.فوائد الحديث
د الله - تعالی - د احکامو په بدلولو کې د عالمانو او نورو مخلوقاتو اطاعت کول - که چیرې اطاعت کوونکي د الله له قانون څخه د دوی په سرغړونه پوهیږي - لوی شرک دی.
حلالول او حرامول د الله - تعالی - حق دی.
د شرک د یو ډول بیان؛ چې هغه د اطاعت شرک دی.
د ناپوهانو د پوهاوی مشروعیت.
د عبادت معنی پراخه ده او هر هغه څه شاملیږي چې الله خوښوي او پرې راضي کیږي له ظاهري او باطني کړنو او ویناوو څخه.
د احبارو (یهودي عالمانو )او راهبانو ( مسیحي عابدانو) د ګمراهۍ بیان.
د یهودانو او نصاراو د شرک اثبات
د پېغمبرانو د دين اصل يو دى، او هغه توحيد دى.
د خالق په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت کول د هغه عبادت دی.
د پټو احکامو په اړه له علماوو څخه وضاحت غوښتل واجب دي.
زده کړې ته د صحابه کرامو لیوالتیا.
التصنيفات
شرک