إعدادات العرض
چا لره چې بد پالۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه ده؟، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او سپیره والی…
چا لره چې بد پالۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه ده؟، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او سپیره والی نشته مګر ستا له طرفه،(۱) او ستا پرته بل معبود نشته.
د عبد الله بن عمروبن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت - فرمایي چا لره چې فالبینۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه شی دی، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او د خیر تمه او امید نه کیږي مګر ستا څخه ( مرغه یوازې ستا یو مخلوق دی چې نه ګټه رسولی شی او نه تاوان، بلکه ګټه یا تاوان رسوونکی یوازې ته یې) او ستا پرته بل معبود نشته.
[صحيح] [احمد روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Kurdî Hausa Português മലയാളം తెలుగు Kiswahili தமிழ் မြန်မာ Deutsch 日本語 Tiếng Việt অসমীয়া Shqip සිංහලالشرح
پدې حدیث کې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته خبر راکوي چې څوک چې د بد فال نیونې له امله په خپل کار کې له مخته تګ څخه منع شو نو حقیقت کې یې یو ډول شرک وکړ، کله چې صحابه کرامو ورڅخه د دې لویې ګناه د کفارې پوښتنه وکړه، نو دې مبارکو عبارتونو ته یې د هغوی لارښوونه وکړه چې په حدیث کې دي، او په ترڅ کې یې چارې الله ته سپارل کیږي، او ځواکمني د هغه پرته له نورو څخه نفي کیږي.فوائد الحديث
د هغه چا د شرک ثابتېدل چې بد فالي یې له خپل هدف څخه وګرځوي.
د مشرک د توبې قبلېدل.
هغه چاته لارښونه چې په بد فالۍ(۱) کې واقع شو؛ چې څه باید ووایې.
خیر او شر د الله - تعالی - لخوا تعین شوي دي.
التصنيفات
شرک