آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟

آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟

له سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو نو هغه وفرمایل: «آیا له تاسو څخه څوک نشي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟» نو یو ناست کس ترې وپوښتل: څنګه زموږ څخه یو څوک کولای شي زر نېکۍ تر لاسه کړي؟ هغه وفرمایل چې: «سل ځلې تسبیح ووايي، نو زر نېکۍ ورته لیکل کېږي او یا ترې زر ګناهونه کمېږي».

[صحيح دی] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

نبي صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه وو څخه وپوښتل: آیا له تاسو څخه یو څوک نه شي کولی چې هره ورځ زر نېکۍ ترلاسه کړي؟! یو ناست کس وویل: یو انسان څنګه کولی شي په اسانۍ سره په یوه ورځ کې زر نېکۍ ترلاسه کړي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "سل ځلې به (سبحان الله) ووایي" نو زر نېکۍ به ورته ولیکل شي؛ ځکه هره نېکي لس چنده حسابېږي، اویا به یې له ګناهونو ترې زر ګناهونه پاک شي.

فوائد الحديث

نېکيو ته هڅوونه؛ ځکه دا د عبادتونو لپاره زینه ده.

د تسبیح او ذکر فضیلت؛ او دا چې دا یو اسان عمل دی چې انسان پرې نه ستړی کېږي خو له دې لارې لوی ثواب ترلاسه کوي.

په نېکيو کې د صحابه کرامو هڅه او له ځنډ پرته چټک اقدام.

لس چنده د نېکیو زیاتېدل، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایلي: (‌مَنْ ‌جَاءَ ‌بِالْحَسَنَةِ ‌فَلَهُ ‌عَشْرُ ‌أَمْثَالِهَا) [الأنعام: ١٦٠] یعنې: څوک چې یوه نېكي راوړي، د هغه لپاره د هغې لس چنده دي، او دا د زیاتوالي تر ټولو لږه اندازه ده، کنه تر اوه سوه چنده هم روایت شوی دی.

په ځینو روایتونو کې د «او» پر ځای «و» راغلې: پدې وینا کې: أو يحط عنه ... ملا علي قاري ویلي: کله «و» د «او» په معنا هم راځي، نو د دواړو روایتونو تر منځ ټکر نشته، او لکه معنا یې چې داسې وي چې: څوک چې دا وايي، زر نېکۍ ورته لیکل کېږي؛ او که ګناهونه پرې نه وي، نو ځینې یې لرې کېږي او ځینې نېکۍ یې ترلاسه کوي، او کېدی شي چې «او» د «و» په معنا وي، او یا یې معنا (بلکې) وي، نو هغه مهال ورته بیا دواړه جمع کېږي او د الله تعالی لورینه لدې ډېره پراخه ده، پای، یعنې زر نیکۍ ورته لیکل کېږي او زر ګناهونه ترې پاکيږي.

التصنيفات

د الله تعالی د یادولو ګټې