إعدادات العرض
کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي
کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې ستاسو څخه یو څوک خوله وازی (ارږمی) کوي، نو په خوله دې لاس کېږدي، ځکه چې شیطان ننوځي».
[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt Hausa Kurdî Português සිංහල Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી Nederlands മലയാളം Română Magyar ქართული Moore ಕನ್ನಡ Svenska ไทย Македонски తెలుగు Українська मराठी ਪੰਜਾਬੀ دری አማርኛ বাংলা Malagasy Tagalog ភាសាខ្មែរالشرح
نبي ﷺ هغه چا ته لارښوونه کړې چې د سستۍ او یا زیات خوراک له امله خوله وازی (ارږمی) کوي چې خپل لاس دې پر خوله کېږدي او خوله دې بنده کړي، ځکه که چېرته یې خوله خلاصه پاتې شي نو شیطان ورننوځي، نو لاس اېښودل یې د داخلېدو مخنیوی کوي.فوائد الحديث
کله چې څوک وغواړي خوله وازی وکړي، نو تر خپلې وسې دې خپله خوله بنده وساتي تر څو خلاصه پاتې نه شي؛ که یې نه شو کولای چې خوله بنده وساتي، نو لاس دې پرې کېږدي او خوله دې پرې بنده کړي.
په ټولو حالاتو کې د اسلامي آدابو رعایتول اړین دي، ځکه چې دا د کمال او اخلاقو سرټکی دی.
د انسان د ګمراهۍ لپاره د ټولو شیطاني لارو څخه وېرونه.
التصنيفات
د پرنجي او خوله وازي ادبونه