د آدم ټول اولادونه خطا کوي او تر ټولو غوره خطا کوونکي هغه دي چې توبه وباسي

د آدم ټول اولادونه خطا کوي او تر ټولو غوره خطا کوونکي هغه دي چې توبه وباسي

له انس بن مالک - رضي الله عنه څخه - روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د آدم ټول اولادونه خطا (ګناه) کوي او تر ټولو غوره خطا کوونکي (ګناهګاران) توبه کوونکي دي ».

[حسن] [ابن ماجه روايت کړی دی - ترمذی روایت کړی دی - احمد روايت کړی دی - دارمي روايت کړی دی]

الشرح

انسان له ګناه نه خالي نه دی، د هغې کمزورتیا له امله چې د فطرت له مخې ورسره پیدا شوی او خپل مالک ته د غاړې نه اېښودلو له امله د هغه څه په کولو چې امر یې ورته پرې کړی او د هغه په نه کولو چې ترې منع کړی یې دی، مګر الله پاک خپلو بندګانو ته د توبې دروازې پرانستلي او خبر یې ورکړی چې : تر ټولو غوره ګناهکاران توبه کوونکي دي.

فوائد الحديث

د آدم د اولادې حال خطا کول او په ګناه کې لویدل دي، نو پر مؤمن واجب دي چې کله ترې ګناه وشوه باید په توبې سره بیړه وکړي.

التصنيفات

توبه