بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي

بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي

له عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: بریالی شو هغه څوک چې اسلام یې قبول کړ، او الله تعالی ورته دومره روزي ورکړه چې بسنه ورته کوي، او الله هغه ته په هغه څه قناعت ورکړي چې ورکړي یې دي.

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې بریالی او کامیاب هغه څوک دی چې: خپل رب ته تسلیم شوی وي، نو دی به له هدایت شوو او هغه چا څخه وي چې الله تعالی د اسلام توفیق ورکړی وي، او الله تعالی هغه ته له حلالو څخه دومره روزي ورکړې وي چې د هغه اړتیاوې پوره کړي نه زیات وي او نه کم، او الله تعالی هغه ته قناعت ورکړی وي، یعني هغه په خپل حال خوشاله وي، او د الله په ورکړه راضي وي.

فوائد الحديث

د انسان حقیقي خوشالي په دې کې ده چې دین یې کامل وي، ژوند یې د بسایني وي او په هغه څه قناعت ولري چې الله ورکړي دي.

دېته هڅونه چې انسان د اسلام او سنت له پاندۍ سره له دنیا څخه د الله په ورکړه قناعت ولري.

التصنيفات

دنیا سره د محبت کولو بدي