إعدادات العرض
ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه…
ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې ویره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلیږي
له زید بن ارقم رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: زه تاسو ته نه وایم مګر هماغه څه چې رسول الله ﷺ به ویل، هغه به ویل: «ای الله! زه پر تا له کمزورۍ، سستۍ، بزدلۍ، بخل، زړښت او د قبر له عذابه پناه غواړم، ای الله! زما نفس ته تقوا ورکړه او پاک یې کړه، ته تر ټولو ښه پاکوونکی یې، ته د هغه ساتونکی او مالک یې، ای الله! زه پر تا له داسې علمه پناه غواړم چې ګټه ونه لري، له داسې زړه نه چې ویره پکې نه وي، له داسې نفس نه چې نه مړېږي، او له داسې دعا څخه چې نه قبلیږي».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Hausa Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
د نبي ﷺ له دعاوو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أعوذ بك» ای الله زه پر تا پناه نیسم، یعنې تاته پناه دروړم «من العجز» له کمزوۍ څخه، داسې چې انسان د ګټور کار توان ونه لري، «والكسل» او له تمبلۍ څخه: چې د کار اراده شتون ونه لري، ځکه کمزورۍ انسان د کار لپاره کوم مهارت نه شي کارولی او تمبل یې اصلا غواړي نه، «والجبن» او له بزدلۍ څخه، چې له اړینو کارونو انکار کوي، «والبخل» او له بخل څخه: د هغه څه د ورکړې په منع کولو سره چې ورکول یې واجب وي، «والهرم» او له زړښت څخه، یعنې هغه زوړوالی چې له امله یې بدن کمزوری کیږي، «وعذاب القبر» او د قبر له عذاب څخه، یعنې هغو کړنو څخه د قبر د عذاب لامل ګرځي. «اللهم آت نفسي» ای الله! زما نفس ته د اطاعت په کولو او د ګناهونو په پرېښودلو د تقوا توفیق ورکړه، «وزكها» او له ناوړه او بدو اخلاقو څخه یې پاک کړه، «أنت خير من زكاها» بېشکه ته غوره ذات یې چې پاکوې یې، او ستا پرته بل څوک نفس لره پاکوونکی نشته، «أنت وليها» ته یې سرپرست، مرستندوی او چارسمبالی یې، «ومولاها» او ته یې بادار، چار سمبالی، رب مالک او پرې د نعمتونو لوروونکی یې. «اللهم إني أعوذ بك من علم لا ينفع» ای الله! زه پر تا له هغه علم څخه پنا غواړم چې ګټور نه وي لکه ستورپوهنه (هغه چې ستورو کې د لېدو له مخې غیب وایي)، کوډې جادو او هغه علم چې په اخرت کې ګټه نه لري او یا هغه چې عمل پرې نه کیږي، «ومن قلب لا يخشع» او له هغه زړه څخه چې ستا لپاره پکې عاجزي نه وي او نه درته غاړه ږدي، نه ارامیږي او نه ورته ستا په یادولو ډاډ حاصلیږي، «ومن نفس لا تشبع» او له هغه نفس څخه چې نه مړیږي، او د الله په حلاله او پاکیزه ورکړه قانع نه کوي،«ومن دعوة» او له هغې دعا څخه چې «لا يستجاب لها» رد کیږي او نه قبلیږي».فوائد الحديث
په دې حدیث کې له یادو شیانو څخه پناه غوښتل مستحب دي.
په تقوا ټینګار کول او د علم خپرول او عمل پرې کول.
ګټور علم هغه دی چې نفس ته پاکیزګي ورکوي او د الله تعالى ویره پکې پیدا کوي، چې له دې وروسته دا ویره ټولو غړو ته انتقالیږي.
عاجزي کوونکی زړه هغه دی چې ویریږي او د الله تعالی د یادولو پر مهال په لړزه راځي، بیا نرم او ډاډه شي.
پر دنیا د حرص کولو او په خوښیو اوخوندونو یې د نه مړیدلو غندنه، ځکه هغه نفس چې په دنیا کې یوازې دحرص او تمې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي، د انسان تر ټولو ستر دښمن دی، لدې امله ترې رسول الله صلی الله علیه وسلم پناه غوښتلې ده.
بنده ته ښایي چې له هغو اسبابو ځان وساتي چې له امله یې دعا رد کیږي او نه قبلیږي.
نووي ویلي: دا حدیث او نورې په قافیه برابرې دعاګانې د علماوو د هغې وینا لپاره دلیل دی چې ویلي یې دي، هغه په قافیه برابرې دعاګانې ښې نه دي چې انسان یې په سختۍ سره جوړوي، ځکه له امله یې عاجزي، خشوع او اخلاص له منځه ځي، او انسان د الله تعالی پر وړاندې له خاکسارۍ، هغه ته اړمنۍ او د هغه لپاره له زړه خالي کولو څخه بې پروا کوي، خو هغه په قافیه برابرې دعاګانې چې له تکلف پرته وي، فکر یې په فصیح ډول جوړولو زیات بوخت شوی نه وي او داسې نور، یا دا چې له یادو زده وي نو باک نه لري، بلکې ښې دي.
التصنيفات
نبوي دعاګانې