إعدادات العرض
ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه
ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه
له علي رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه ته یو مکاتب راغی (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) نو ویې ویل: زه د خپلې لیکنې د پوره کولو څخه عاجز شوی یم، نو مرسته راسره وکړه، هغه ورته وویل: آیا داسې یو څه کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر د غره په اندازه قرض وي نو الله تعالی به یې درڅخه پرې کړي، هغه وویل: «ووایه: اې الله! په حلالو دې له حرامو څخه زما بساینه وکړه، او ما په خپل فضل سره له بل چا څخه بې نیازه کړه».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Indonesia Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Français ئۇيغۇرچە Kurdî Русский Tiếng Việt Nederlands Kiswahili অসমীয়া ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ Македонски తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Moore ಕನ್ನಡالشرح
امیر المؤمنین علی بن ابي طالب رضي الله عنه ته یو غلام راغی چې د خپل بادار سره یې هوکړه کړې وه خپل ځان ترې وپیري او آزاد یې کړي تر څو خپلواک شي، حال دا چې پېسې یې نه درلودې، نو ویې ویل: زه د خپل حق له پرېکولو عاجز یم، نو په پرېکولو کې یې راسره مرسته وکړه، یا په تعلیم او لارښوونې، نو امیر المؤمنین ورته وفرمایل: آیا تاته داسې کلمې در ونه ښایم چې ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم راښودلي دي، که چېرته درباندې د صیر نومي غره په اندازه قرض وي، کوم چې د طیئ قبیلې سره تړاو لري؛ نو الله تعالی به یې درڅخه ادا کړي او خپلو مستحقانو ته به یې ورسوي، او د هغوی له ذلت څخه به دې وژغوري، هغه وویل ووایه: (اللهم اكفني) ای الله زما بساینه وکړه، او ما لرې کړه او واړوه (بحلالك) ستا په حلالو سره چې مستغني شم پرې (عن) له : (حرامك) دې چې ستا په حرامو کې واقع شم، (وأغنني) او ما بې نیازه کړه (بفضلك) ستا په سخاوت او مهربانۍ سره مې د بل هر چا له مرستې پرته غني کړه.فوائد الحديث
د پوهې او دین له خاوندانو سره مشوره کول او د هغوی نظر غوښتل.
علماوو او د الله د دین بلونکو ته پکار ده چې خلکو ته سمه لار وښيي، لارښوونه یې وکړي، او هغوی ته هغه طریقې وښيي چې د ستونزو په وخت کې ورسره مرسته کوي.
د مکاتب (هغه غلام چې بادار سره یې د یو څه مال په بدل کې د ازادولو لیکنه کړي وي) سره مرستې ته هڅوونه.
د دې دعا زده کولو او له الله تعالی څخه پرې سوال کولو ته هڅوونه.
حلال رزق، که څه هم لږ وي، له حرام مال څخه غوره دی، که څه هم ډېر وي.
د مخلوق پر ځای په الله تعالی تکیه کول.
په نېک چلند سره د سوال کوونکي جوابول، کله چې د ورکولو لپاره څه نه لرې.
التصنيفات
نبوي دعاګانې