إعدادات العرض
هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت
هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت
له اسود بن یزید څخه روایت دی وایي چې: له عایشې رضي الله عنها څخه می پوښتنه وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په کور کې څه کول؟ هغې وویل: هغه به خپلې کورنۍ په کارونو -ورسره مرستې کولو- بوخت و، نو کله به چې د لمانځه وخت راغلی، لمانځه ته به ووت.
[صحيح دی] [بخاري روايت کړی دی]
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी සිංහල ئۇيغۇرچە Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili मराठी Română অসমীয়া ไทย Hausa Português دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ Nederlands Македонски ગુજરાતી ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
د مومنانو له مور عائشې رضي الله عنها څخه په کور کې د هغه صلی الله علیه وسلم د وضعیت په اړه پوښتنه وشوه او دا چې څه به یې کول؟ هغې وویل: هغه یو انسان و، کار به یې کاوه لکه څنګه چې نور سړي په کورونو کې کار کوي، د خپل ځان او خپلې کورنۍ په چوپړ کې به و، خپله مېږه به یې لوشله او خپل کالي به یې پیوندول، خپلې څپلۍ به یې پیوندولې او خپله ډولچه به یې پېوندوله، او کله به چې د لمانځه وخت راغی نو له ځنډ پرته به ووت.فوائد الحديث
د رسول الله صلی الله علیه وسلم بشپړه عاجزي او د خپلې کورنۍ سره یې نیکي کول.
دنيوي کارونه باید انسان د لمانځه څخه بې پروا نه کړي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل پر لمانځه په لومړي وخت کې پابندي کوله.
ابن حجر ویلي: په حدیث کې عاجزۍ کولو ته په لیوالتیا او د کبر او غرور پرېښودلو او دا چې سړی باید د خپلې کورنۍ خدمت وکړي، ټینګار شوی دی.
