إعدادات العرض
نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس یې وغواړئ
نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس یې وغواړئ
له عبادة بن الصامت رضي الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: په جنت کې سل درجې دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن د آسمان او ځمکې ترمنځ په اندازه واټن دی، او فردوس تر ټولو لوړه درجه ده، له هماغې څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د هغې له پاسه عرش دی؛ نو کله چې له الله څخه دعا کوئ، فردوس یې وغواړئ.
الترجمة
العربية Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Bahasa Indonesia Kiswahili Hausa සිංහල English ગુજરાતી Magyar ქართული Română Русский Português ไทย తెలుగు मराठी دری Türkçe አማርኛ বাংলা Kurdî Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Mooreالشرح
رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکړی چې د آخرت په جنت کې سل درجې (رتبې او مقامونه) دي، د هرو دوو درجو ترمنځ واټن لکه د آسمان او ځمکې ترمنځ هومره دی، د دې جنتونو تر ټولو لوړ جنت فردوس دی، له همدې فردوس څخه د جنت څلور واړه ویالې بهېږي، او د فردوس له پاسه د الله تعالی عرش دی، نو کله چې له الله څخه جنت غواړئ، فردوس وغواړئ، ځکه دا د ټولو جنتونو څخه لوړ دی.فوائد الحديث
د جنت د خلکو ترمنځ فرق او تفاوت د هغوی د ایمان او نیکو اعمالو پر بنسټ وي.
د الله څخه د فردوس الأعلی جنت غوښتلو ته هڅونه.
فردوس د جنت تر ټولو لوړه او غوره برخه ده.
مسلمان ته په کار ده چې همت یې لوړ وي، او هڅه وکړي چې د الله تعالی په نزد تر ټولو لوړې او غوره مرتبې وغواړي.
د جنت څلور ویالې هغه دي چې په قرآن کې ذکر شوي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
{د هغه جنت مثال چې متقیانو ته وعده ورکړل شوې، پکې ویالې دي: د اوبو ویاله چې بدبویه نه دي، د شیدو ویاله چې خوند یې نه بدلېږي، د شرابو ویاله چې څښونکو ته خوندور دي، او د صفا شاتو ویاله} محمد سورت ۱۵ آیت)
