إعدادات العرض
پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی
پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی
له أنس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: کله چې له حدیبیې څخه د راګرځیدو پر مهال په رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا لِيَغْفِرَ لَكَ اللهُ} تر {فَوْزًا عَظِيمًا} پورې [الفتح سورت: له ١ څخه تر ٥ پورې آیتونه] صحابه کرام ډیر خفه او غمجن، حال دا چې خپلې قربانۍ یې په حدیبیه کې ذبح کړې وې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: « پر ما یو آیت نازل شوی چې له ټولې دنیا راته غوره او خوښ دی».
الترجمة
العربية Tiếng Việt Indonesia Nederlands Kiswahili অসমীয়া English ગુજરાતી සිංහල Magyar ქართული Hausa Română ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ বাংলা Kurdî Македонски Tagalog తెలుగు Українська ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം Mooreالشرح
أنس بن مالک رضي الله عنه وایي چې کله په رسول الله صل الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی دا قول نازل شو: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا (١) لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُسْتَقِيمًا (٢) وَيَنْصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا (٣) هُوَ الَّذِي أَنْزَلَ السَّكِينَةَ فِي قُلُوبِ الْمُؤْمِنِينَ لِيَزْدَادُوا إِيمَانًا مَعَ إِيمَانِهِمْ وَلِلَّهِ جُنُودُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (٤) لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَيُكَفِّرَ عَنْهُمْ سَيِّئَاتِهِمْ وَكَانَ ذَلِكَ عِنْدَ اللَّهِ فَوْزًا عَظِيمًا} [الفتح: ١-٥]، بېشكه تاته مو برى دركړ، يو څرګند برى (۱) تر څو الله ستا مخکېنۍ او وروستۍ ګناه (ټوله) درته وبښي او خپل نعمت درباندې بشپړ كړي او سيده لار درته وښيي (۲) او مرسته وکړي الله ستاسره مرسته د عزت والا (۳) خاص الله تعالی همغه ذات دى چې رالیږلې یې ده تسلي(یقین) په زړونو د مؤمنانو کې د دې لپاره چې زیات شي ایمان، سره د ایمانه د دوی، او خاص الله تعالی لره دي لښکرې د آسمانونو او زمکې او الله تعالی ډېر پوه او حکمت والا دی (۴)د دې لپاره چې مؤمنان او مؤمنانې داسې جنتونو ته ننباسي چې ترې لاندې يې ويالې بهيږي، تلپاتې به وي په هغو كې او ګناهونه به ترې ورژوي او د الله په وړاندې دغه يو ستر برى دى (۵). دا آیتونه له حدیبیې څخه د راګرځیدو پر مهال په داسې حال کې نازل شول چې صحابه کرام خفه او غمجن وو، ځکه چې د سولې له امله دوی ونه کړای شول عمره ادا کړي او پدې ګمان وو چې دا کار د مسلمانانو په ګټه نه دی، او همدا رنګه یې خپلې قربانۍ په حدیبیه کې حلالې کړې وې، نو رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم وویل: یقینا چې پر ما یو آیت نازل شو چې هغه راته له دې دنیا او څه چې پکې دي غوره دی او بیا یې ولوست.فوائد الحديث
د هغه لوی نعمت بیان چې الله تعالی یې پر خپل نبي محمد صلی الله علیه وسلم لورینه کړې وه او هغه یوه لویه بریا وه چې د حدیبیې د سولې د تړون تر شا وه، لکه چې فرمایي: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا} دوه آیتونه
د هغه نعمت بیان چې الله تعالی پر صحابه کرامو کړی و، کله یې چې هغوی ته توفیق ورکړ د هغه د پېغمبر امر ته غاړه کېږدي، چې دا آیت یې پرې نازل کړ{لِيُدْخِلَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ} آیت.
پر خپل نبي او مؤمنانو د الله تعالی د لورینې بیان چې د فتحې او بریا ژمنه یې ورسره وکړه.
سعدي د دې آیت په تفسیر کې وایي: {إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا} [الفتح ١]، دا یاده شوې فتحه د حدیبیې سوله ده، چې کله مشرکانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم مخه ونیوله او هغه یې له عمرې کولو منع کړ او په پای کې ورسره رسول الله صلی الله علیه وسلم په لس کاله اوربند هوکړه وکړه او دا چې په راتلونکي کال کې به عمره کوي او دا چې څوک غواړي د قریشو په تړون کې ورګډ شي او ورسره یو ځای شي نو کولی او که څوک غواړي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تړون کې ورګډ شي او ورسره یو ځای شي نو کولی شي، نو له همدې امله کله چې خلکو یو پر بل باور پېدا کړ، نو د الله تعالی لورې ته بلنې پراختیا وموندله، او هر مؤمن به چې د هغې ځمکې په هر ځای کې و، نو دا کار یې کولی شو، او څوک چې اسلام ته لیواله وو وتوانېدل چې د اسلام په حقیقت پوه شي، نو هغه مهال خلک د الله تعالی په دین کې ډلې ډلې ننوتل، نو لدې امله ورته الله تعالی فتحه وویله، او په فتح مبین سره یې یاده کړه: یعنې هغه فتحه چې ښکاره او په ډاګه ده، ځکه چې د ښارونو له فتحې څخه موخه د الله تعالی دین ته بری، او مسلمانان ته نصرت وو په برخه کول و، او دا پدې سره تر لاسه شول.
