زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي

زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي

د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په پُزي ویده شو، نو کله چې راپاڅېده په ډډو کې یې د پُزې نښې پاتې شوې وې، نو موږ وویل چې اې د الله رسوله، که یو نرم توشک مو درته چمتو کړی وی، هغه وفرمایل: «زما او د دنیا سره څه دي، په دنیا کې زما بېلګه د هغه سپور لاروي په څېر ده چې د یوې ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې لاړ شي».

[صحيح دی] [الترمذي او ابن ماجه روايت کړی دی]

الشرح

عبد الله بن مسعود رضي الله عنه یادونه کوي چې نبي صلی الله علیه وسلم په یو پُزي ویده شو، نو راپاڅېده حال دا چې پُزي یې د ډډو په پوستکي کې چاپونه پرېښي و، نو موږ وویل: ای د الله رسوله! که یو فرش (توشک) مو درته چمتو کړی و نو لدې به ښه وه چې پر دې زیږ پُزي ویده شي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه د دې دنیا سره هېڅ مینه او محبت نه لرم چې زه پکې لیوالتیا ولرم، زما حالت او په دې دنیا کې پاتې کېدل د هغه سپور سړي په څېر دي چې د ونې د سیوري لاندې دمه شي، بیا یې پرېږدي او ترې ځي.

فوائد الحديث

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پرهیزګارۍ او په دنیا کې یې د هېڅ ډول لیوالتیا نه درلودلو بیان.

حدیث هغو دنیوي چارو ته نه شاملېږي چې چاره ترې نه وي، بلکې مراد ترې هغه چارې دي چې انسان له اخرت څخه بوختوي، ځکه هغه سړي د ونې له سیوري څخه د دې لپاره ګټه واخېسته چې دمه شي تر څو خپل مقصد ته ورسېږي او هلته مېشت نه شو.

د نبي صلی الله علیه وسلم له حال څخه پند اخېستل، ځکه چې هغه غوره بېلګه ده او څوک چې هغه تعقیب کړي نو هغه په هدایت دی او په دنیا او آخرت کې کامیاب دی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د صحابه کرامو رضی الله عنهم پاملرنه او له هغه سره یې مینه.

د بلنې او ښوونې لپاره د مثالونو کارولو مشروعیت.

التصنيفات

دنیا سره د محبت کولو بدي, د نفسونو پاکوالی