اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته

اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: « اسلام نا اشنا پېل شوی، او بېرته به هم نا اشنا شي لکه څنګه چې پیل شوی و؛ نو د خوشحالۍ زیری دی هغو نا اشنا خلکو ته».

[صحيح] [مسلم روايت کړی دی]

الشرح

رسول الله ﷺ خبر ورکړی چې: اسلام د خلکو په منځ کې د لږو کسانو له خوا په نا اشنا توګه پیل شو، او پیروان یې کم وو؛ او بېرته به هم همداسې شي — یعني هغه کسان چې د اسلام پر اصولو عمل کوي - لږ به وي. نو خوشحالي او نېکمرغي ده نا اشنا خلکو ته، او د زړه سکون، خوښي، او د سترګو په یخوالي هغوی ته (زیری دی).

فوائد الحديث

رسول الله ﷺ خبر ورکوي چې اسلام به وروسته له خپرېدو او شهرت څخه بېرته نا اشنا شي.

په دې کې د نبوت له نښو یوه نښه ده، ځکه چې رسول الله ﷺ د راتلونکو حالاتو په اړه خبر ورکړی، او هماغه شان پېښ شول لکه څنګه چې یې خبر ورکړی و.

د هغو خلکو فضیلت چې خپل وطن او خپلوان یې د اسلام لپاره پریښي او دا چې د هغوی لپاره جنت دی.

غرباء هغه کسان دي چې کله خلک فاسد شي، دوی اصلاح وي؛ همداراز هغه کسان دي چې د خلکو له خوا فاسد شوي حالتونه بېرته اصلاح کوي.

التصنيفات

د نیکانو حالتونه