که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې…

که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي

له بسر بن سعید څخه روایت دی، چې زید بن خالد الجهني رضي الله عنه دی ابو جُهَيْمٍ رضي الله عنه ته ورولېږه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د لمونځ کوونکي مخې ته د تېرېدونکي په اړه پوښتنه وکړي؟ نو ابوجُهَيْمٍ وویل چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: «که چېرته د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدونکی په دې پوهېدلی چې په دې سره څومره ګناهګارېږی، نو هغه به غوره ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې یا کلونه) په ځای ودرېږي، تر دې چې د هغه مخې ته تېر شي» أبو النضر ویلي: نه پوهېږم چې څلوېښت ورځې، میاشتې او که کلونه یې وویل؟

[صحيح دی] [متفق علیه دی]

الشرح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرض یا نفل لمونځ کوونکي مخې ته دتېرېدو په اړه سخت خبرداری ورکړی او دا چې که څوک قصداً د لمونځ کوونکي مخې ته تېر شي چې څومره ګناهګارېږي، نو غوره به یې ګڼلی وای چې څلوېښت (ورځې، میاشتې او یا کلونه) ودرېږي، دا به ورته د تېرېدو پر ځای غوره وای. ابو النضر د حدیث راوي ویلي: "نه پوهېږم چې آیا: څلوېښت ورځې، یا میاشتې، یا کلونه یې یاد کړل.

فوائد الحديث

د لمونځ کوونکي مخې ته تېرېدل حرام دي، کله چې هغه ستره ونه لري، او یا د لمونځ کوونکي او سترې ترمنځ تېرېدل؛ کله چې ستره ولري.

ابن حجر ویلې: د هغې اندازې په اړه د نظر اختلاف دی چې د لمونځ کوونکي او تېرېدونکي تر منځه باید مراعت شي، نو ویل شوي چې د هغه او د سجدې د ځای په اندازه یې مخې ته تېر شي، او ویل شوي چې د هغه او تېرېدونکي تر منځ د دریو ګزونو په اندازه تېر شي او ویل شوي چې د هغه او تېرېدونکي تر منځ د یوې ډبرې د غورځولو په اندازه ځای کې تېر شي.

سيوطي ویلي: تېرېدنه داسې معنی لري چې څوک د هغه مخې ته تېرېږي، خو که څوک د قبلې لور ته روان وي، نو هغه په دې سزا کې شامل نه دی.

لمونځ کوونکي ته په کار ده چې د خلکو په لارو او هغو ځایونو کې لمونځ ونه کړي چې خلک پرې تېرېږي راتېرېږي، ترڅو خپل لمونځ د کموالي او تېرېدونکي له ګناه سره مخ نه کړي او ورته ښایي چې مخې ته د ځان او تېرېدونکو تر منځ ستره کېږدي.

له دې څخه دا معنا اخیستل کېږي چې په آخرت کې د ګناه سزا، که څه هم کمه وي، د دنیا له هرې سختۍ څخه لویه ده، هغه که هر څومره سخته وي.

التصنيفات

د لمانځه سنتونه