إعدادات العرض
آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي
آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي
له ابو سعید الخدري رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمن څخه رسول الله ﷺ ته یو څه سره زر راولېږل، چې په یوه رنګ شوي پوستکي کې تاو وو او له خاورو لا پاک شوي نه و، نو رسول الله ﷺ د څلور کسانو تر منځه ووېشل: عیینه بن بدر، اقرع بن حابس، زید الخیل، او څلورم کس یا علقمه و یا عامر بن طفیل، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یو کس وویل: موږ له دې کسانو نه زیات مستحق وو، وایي، دا خبره رسول الله ﷺ ته ورسېده، نو هغه وفرمایل: «آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سبا او بیګا راځي» بیا یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې، غومبوري یې لوړ، تندی یې پورته ، ږیره یې ګڼه، سر یې پک، او لنګ یې بډوهلی و، هغه وویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه! رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاک شې! آیا زه د ځمکې په خلکو کې تر ټولو زیات له الله نه ویریدونکی نه یم»؟ وایي، بیا هغه سړې لاړ، نو خالد بن ولید رضي الله عنه وویل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم، رسول الله ﷺ وفرمایل:«نه، شاید دا سړی لمونځ کوي» نو خالد وویل: ډېر داسې لمونځ کوونکي شته چې په ژبه یو څه وايي، خو هغه یې په زړه کې نه وي، رسول الله ﷺ وفرمایل: «زه مامور نه یم چې د خلکو زړونه وڅېړم یا یې نسونه څیري کړم» وایي، بیا یې ورولیدل، په داسې حال کې چې هغه روان و، نو ویې فرمایل: د دې سړي له شا څخه به داسې خلک راووځي چې د الله کتاب به ښایسته لولي، خو له ستوني به یې نه تېرېږي، خو له دین څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې څخه وځي»، راوي وايي: ګمان کوم رسول الله ﷺ وویل: «که زه هغوی ومومم، نو د ثمود د قوم په شان به یې ووژنم».
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tagalog Tiếng Việt ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî অসমীয়া Nederlands Kiswahili සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ Malagasy Македонски ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀ Wolofالشرح
علي بن أبي طالب رضي الله عنه له یمنه رسول الله ﷺ ته یوه د سرو زرو ټوټه راولېږله، چې په رنګ شوي پوستکي کې وه، او لا له خاورو پاکه شوې نه وه، وایي: نو رسول الله ﷺ دا د (سرو زرو ټوټه) په څلورو کسانو ووېشله. عیینه بن بدر الفزاري، اقرع بن حابس الحنظلي، زید الخیل النبهاني او علقمه بن علاثة العامري، نو د رسول الله ﷺ له اصحابو څخه یوه سړي وویل: موږ له دې کسانو زیات مستحق وو، وایي: رسول الله ﷺ ته دا خبره ورسیده، نو هغه وفرمایل: آیا پر ما باور نه کوئ، حال دا چې زه د هغه ذات امین یم چې په آسمان کې دی؟ ما ته د آسمان خبرونه سهار او ماښام راځي». راوي وايي: نو یو سړی راپاڅېد، چې سترګې یې ژورې کندو ته لوېدلې وې، د مخ غومبوري یې راوتلې و، تندی یې پورته و، ږیره یې ببره خو اوږده نه وه، سر یې خریلی و، او د بدن د لاندې برخې لنګ یې بډوهلی و، نو ویې ویل: اې د الله رسوله! له الله نه ووېرېږه!" نو رسول الله ﷺ وفرمایل: «هلاکت شې! آیا زه د ځمکې پر مخ تر ټولو زیات د الله نه وېرېدونکی نه یم ؟!» راوي وايي: بيا هغه سړی روان شو، خالد بن وليد وويل: اې د الله رسوله! آیا څټ یې ونه وهم؟ نبي ﷺ وفرمايل: نه، کېدی شي لمونځ به کوي، نو خالد وویل: ډېری لمونځ کوونکي شته چې په ژبه هغه څه وایي چې په زړه کې یې نه وي، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ماته پدې امر نه دی شوی چې د خلکو زړونه وڅېړم او نه دا چې نسونه یې څیري کړم؛ بلکې ماته امر شوی چې د خلکو د ظاهري اعمالو پر بنسټ فیصله وکړم، وایي: بيا (نبي ﷺ) هغه ته وکتل، حال دا چې هغه روان و، نو ویې فرمايل: د دې سړي او د ده له ملګرو او قبیلې به داسې نسل راووځي چې د الله کتاب به په ښایسته غږ لولي، د زیات تلاوت له امله به یې ژبې لندې وي، خو قرآن به د هغوی له ستوني نه تېریږي چې زړونه یې درک کړي او پرې اصلاح شي، او الله به یې پرې نه پورته کوي او نه به یې ترې قبلوي، له اسلامه څخه به داسې وځي لکه غشی چې له لیندې سپک او په تېزۍ سره وځي. او ګومان کوم ویې فرمايل: که مې وموندل چې د مسلمانانو په مقابل کې راپورته شوي، نو لکه د ثمود د قوم په څېر به یې پر وړاندې سخت وجنګېږم.فوائد الحديث
د اذیت پر وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم نرمخوی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نبوت ثبوت او دا چې هغه ته ورکړل شوی (پیغام) د الله له لوري وحې ده.
د خلکو سره د هغوی د ښکاره کړو اعمالو له مخې چلند، او الله تعالی د هغوی پټ رازونه په خپله سمبالوي.
د لمانځه د مقام تعظیم، او دا چې لمونځ کوونکي نه وژل کېږی مګر یوازې د اسلام د حق له مخې.
د خوارجو خطر، او دا چې که هغوی جګړه وکړي، د هغوی د ضرر د دفع کولو لپاره جګړه کول مشروع دي.
النووي وايي: د هغوی پر وړاندې جګړې ته هڅونه شوې ده، او د علي رضي الله عنه فضیلت چې پر وړاندې یې جنګېدلی دی.
دقرآن تدبر، پرې پوهېدلو، عمل کولو او پرې منګولې لګولو ارزښت.
التصنيفات
پخوانۍ رامنځته شوې ډلې او مذهبونه