إعدادات العرض
خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلیږي
خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلیږي
له ام الدرداء او ابو الدرداء رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به ویل: خپل مسلمان ورور ته پسې شا دعا کول قبلیږي، سر ته یې ګمارل شوي پرېښته وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته د خېر دعا غواړي، ګمارل شوې پرېښته وایي: آمین، او د همده په څېر دې ستا لپاره هم وي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල Hausa Kurdî தமிழ் Magyar ქართული Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी ភាសាខ្មែរ دری አማርኛ ગુજરાતી Македонски Nederlands ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగుالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې د یو مسلمان دعا خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیابت کې ځکه قبلیږي چې ډیر مخلصه وي، او دا چې د دعا کوونکي سر ته یوه ګمارل شوې پرېښته وي، نو هر کله چې دی خپل مسلمان ورور ته دعا کوي، پرې ګمارل شوې پرېښته وایي: آمین، او تا ته دې هم ستا د دعا مطابق درکړل شي.فوائد الحديث
مؤمنان له یو بل سره خپلمنځي مهربانۍ ته هڅول، که څه هم په دعا کولو سره وي.
پسې شا دعا کول د ایمان او ورورګلوۍ د رېښتېنولۍ ښکاره ثبوت دی.
په ځانګړې توګه د پسې شا دعا یادونه لدې امله شوې چې په نهایت اخلاص او د زړه په حضور سره کیږي.
مسلمان ته پسې شا دعا کول د قبلیدو له اسبابو څخه یو دی.
نووي رحمه الله ویلي: خپل مسلمان ورور ته د هغه په غیاب کې دعا کول فضیلت لري، او که چیرته یې د مسلمانانو یوې ډلې ته دعا وکړه نو دا فضیلت ورته بیا هم حاصلیږي، او که ټولو مسلمانانو ته یې وکړه، نو داسې ښکاري چې دا هم ترلاسه کیږي، ځینو سلفو به چې کله ځانته دعا کوله نو هماغه دعا به یې خپل مسلمان ورور ته هم کوله؛ ځکه چې قبلیږی او ده ته هم د هغه په څېر اجر ورکول کیږي.
د پرېښتو د ځینو اعمالو بیان او دا چې له هغوی څخه ځینې داسې دي چې الله تعالی پر همدې عمل ګمارلي دي.
