إعدادات العرض
شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي
شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي
له حذيفة رضی الله عنه څخه روایت دی چې ویلي چې: موږ به کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه، نو تر هغه به مو خوړو ته لاس نه نږدې کاوه تر څو به چې رسول الله ﷺ پیل نه و کړی، نو یوه ورځ مو ورسره په خوراک کې ګډون کاوه، نو ګورو چې یوه وینځه داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې چې خوړو ته لاس اوږد کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډچي راغی هغه هم داسې و لکه څوک یې چې ټېل وهي، نو د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: « شیطان هغو خوړو ته لار مومي چې د الله نوم پرې وانه خیستل شي، هغه دا وینځه راوستله چې له امله یې خوړو ته لاسرسی ولري، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بانډچي راوست تر څو خوړو ته لاسرسی ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د دوی له لاسونو سره یو ځای دی.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî Tiếng Việt Magyar ქართული Kiswahili සිංහල Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ ગુજરાતી Nederlands Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
حذيفة بن اليمان رضی الله عنه یادونه کوي چې کله به دوی د نبي صلی الله علیه وسلم سره په خوړو کې ګډون کاوه نو خپل لاسونه به یې تر هغه خوړو ته نه اوږدول چې رسول الله ﷺ به پیل نه و کړی، نو یو ځل ورسره ناست وو، یوه وینځه په ډېرې بیړې داسې راغله لکه څوک یې چې ټېل وهي، غوښتل یې لاس په خوړو کې ښکته کړي، نو رسول الله ﷺ یې لاس ونیو، بیا یو بانډچي هم همداسې راغی، نو مخکې له دې چې خوړو ته لاس تېر کړي، د هغه لاس یې هم ونیو، نو رسول الله ﷺ وفرمایل: شیطان کولی شي هغه مهال خوړو ته لاسرسی ولري چې انسان د الله د نوم له یادولو پرته پیل وکړي، هغه دا وینځه راولېږله چې له هغې سره خوړل ځان ته روا کړي، نو ما یې لاس ونیو؛ بیا یې دا بدوي (بانډچي) راولېږه چې خوړو ته لار ومومي، نو ما یې لاس ونیو، قسم په هغه ذات چې زما نفس د هغه په لاس کې دی، د شیطان لاس زما په لاس کې د هغې له لاس سره یو ځای و، بیا یې د الله نوم واخیست او خوراک یې وکړ.فوائد الحديث
د نبي صلی الله علیه وسلم پر وړاندې د صحابه کرامو درناوی او ادب.
د خوړو له آدابو څخه دا دي چې ماشوم باید تر هغه وخته انتظار وباسي چې مشر او د درناوي وړ کس په خوړو پیل وکړي.
شیطان ځینې بېخبره خلک هڅوي چې هغه کړنې وکړي چې هغه پرې خوشحالېږي ترڅو خپل هدف ته ورسېږي، دغه حدیث هم د همدې خبرې مثال دی.
نووي وايي: علماوو ویلي چې غوره ده چې بسم الله په لوړ غږ وویل شي تر څو یې نور واوري او پام یې ورته راواړوي.
که څوک راشي او غواړي خواړه وخوري او د الله نوم اخیستل ترې وانه ورېدل شي، نو د هغه د لاس دې ونیسي تر څو بسم الله ووایي.
پر عالم سړي د ناروا مخنیوی واجب دی، او پر هغه چا چې په لاس یې د مخنیوي ځواک لري.
دا حديث د رسول الله ﷺ له معجزو څخه یوه معجزه ده، ځکه چې الله تعالی د هغې پېښې په اړه خبر ورکړی دی چې پدې کېسه کې شوېده.
شیطان د مؤمنانو خوړو ته لاسرسی نه شي موندلی، مګر هغه وخت چې د الله نوم پرې وانخیستل شي.
خلکو ته د خوړلو او څښلو اسلامي آداب ورښودل مستحب دي.
په خبرې د ټینګار په موخه قسم کول مستحب دي.
نووي ويلي: د اوبو، شیدو، شاتو، ښوروا، درملو او ټولو څښاکو پر مهال بسم الله ویل داسې دي لکه په خوړو د بسم الله ویلو په څېر.
نووي وايي: که څوک د خوراک په پیل کې بسم الله په قصدي، هېرېدلو، ناپوهۍ، مجبورۍ یا بل عذر پرېږدي او بیا یې د خوړلو پر مهال د ویلو توان ولري، نو مستحب دي چې داسې ووایي: بسم الله أوله وآخره، ځکه چې رسول الله ﷺ فرمایلي: « کله چې له تاسو څخه څوک خوراک کوي، نو د الله نوم دې واخلي، او که یې په پیل کې هېر شو، نو ودې وایي: بسم الله أوله وآخره»، دا حدیث ابو داود او ترمذي روایت کړي دي.
التصنيفات
د خوراک او څښاک ادبونه