إعدادات العرض
اې حکيمه! دا مال شین او خوږ دی
اې حکيمه! دا مال شین او خوږ دی
د حکيم بن حزام رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه غوښتنه وکړه، هغه ماته (یو څه) راکړل، بیا مې غوښتنه وکړه، بیا یې راکړل، بیا یې راته وفرمایل: «اې حکيمه! دا مال شین او خوږ دی، چا چې د نفس د سخاوت له مخې واخېست برکت به ورته پکې واچول شي، او څوک چې دا په حرص سره واخلي برکت به ورته پکې وانه چول شي، او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او د پورته لاس خاوند (ورکوونکی) د ټیټ لاس له خاوند (غوښتونکي) څخه غوره دی» حکيم وویل: ما وویل: «اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا څخه څه شی ونه غواړم، تر څو چې له دې دنیا لاړ شم (وفات شم)» نو همغه و چې ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته د صدقې ورکولو هڅه کوله، خو حکيم نه منله، بیا عمر رضي الله عنه ورته وړاندیز وکړ، له هغه یې هم ونه منله، بیا هغه ټولو مسلمانانو ته وفرمایل: «زه ورته د هغه د حق مال وړاندیز کوم چې الله تعالی ورته په غنیمت مال کې ټاکلی دی، خو هغه یې نه اخلي» نو حکيم له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته له هېچا څه ونه غوښتل تر دې چې وفات شو، الله دې پرې ورحمېږي.
الترجمة
العربية বাংলা Bosanski English Español فارسی Français Indonesia Русский Tagalog Türkçe اردو 中文 हिन्दी Tiếng Việt සිංහල ئۇيغۇرچە Hausa Kurdî தமிழ் Magyar ქართული Kiswahili Română অসমীয়া ไทย Português मराठी دری አማርኛ ភាសាខ្មែរ ગુજરાતી Nederlands Македонски ਪੰਜਾਬੀ മലയാളം ಕನ್ನಡ తెలుగు မြန်မာالشرح
حکيم بن حزام رضي الله عنه له پېغمبر صلی الله علیه وسلم څخه د یو څه مال او متاع غوښتنه وکړه، نو پېغمبر صلی الله علیه وسلم ورته ورکړ، بیا یې غوښتنه وکړه، بیا يې ورکړه، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې حکيمه! دا مال خوښ او مطلوب دی، چا ته چې پرته له سوال کولو ورکړل شو او له زارۍ پرته یې په مړه خوا واخېست، برکت به ورته پکې واچول شي او چا چې د حرص او تمې له مخې واخیست برکت به ورته پکې وا نه چول شي او د هغه چا په څېر به وي چې خوري او نه مړېږي، او پورته لاس چې ورکړه کوي د الله تعالی په نزد له ښکته لاس (سوال کوونکي) څخه غوره دی، حکيم وویل: ما وویل: اې د الله رسوله! قسم په هغه ذات چې ته یې په حقه رالېږلی یې، ستا څخه وروسته به له هېچا د مال غوښتنه ونه کړم تر څو چې له دنیا څخه لاړ شم. نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم خلیفه ابو بکر رضي الله عنه به حکيم ته بلنه ورکوله ترڅو ورسره مرسته وکړي، خو هغه به یې له اخېستلو انکار کاوه، بیا امیر المؤمنین؛ عمر رضي الله عنه هم ورته وړاندیز وکړ چې یو څه ورکړي، خو هغه یې له اخېستلو انکار وکړ، عمر -رضي الله عنه- وويل: اې د مسلمانانو ټولیه! زه هغه ته هغه برخه ورکوم چې الله ورته د غنيمت (فیء) له مال څخه ټاکلې ده، (هغه مال) چې مسلمانانو له کافرانو پرته له جګړې او جهاد څخه ترلاسه کېږي، خو هغه یې له اخېستلو انکار کوي، نو حکیم د مرګ تر ورځې پورې له هېچا څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم نه وروسته د څه شي غوښتنه ونه کړه.فوائد الحديث
په مشروع ډول مال ترلاسه کول او راټولول په دنیا کې له لیوالتیا نه درلودلو سره تضاد نلري، ځکه زهد د نفس سخاوت او د مال سره محبت نه درلودلو ته وایي.
د پیغمبر ﷺ د ستر سخاوت څرګندونه، او دا چې هغه به د (مال) زیاته ورکړه کوله او هېڅکله یې له فقر څخه وېره نه درلوده.
مسلمان ورور ته د ګټې رسولو په موخه هغه ته د مرستې وړاندې کولو پر مهال نصیحت کول؛ ځکه دا مهال زړه د نېکو خبرو منلو لپاره چمتو وي.
له خلکو څخه د سوال کولو نه ځان ساتل او له اړتیا پرته سوال کولو څخه ډډه کول.
په حدیث کې د حرص او زیات سوال کولو بدوالی بيان شوی دی.
که سوال کوونکی ډېر ټینګار وکړي، نو باک نه لري که له ورکړې انکار وشي، نا امیده شي او نصیحت ورته وشي، او سپارښتنه ورته وشي چې د مال حرص پرېږدي.
هېچا ته روا نه دي له بيت المال څخه څه شی واخلي، تر څو چې امام نه وي ورکړی؛ او د غنیمت له وېش نه مخکې یې ورته اخېستل روا نه دي.
د اړتیا له مخې سوال کول روا دي.
ابن حجر وایي: امام باید سوال کوونکي ته د سوال کولو زیان تر هغه پورې بیان نه کړي چې تر څو یې د هغه اړتیا نه وي پوره کړی، او د دې لپاره چې نصیحت یې ځای ونیسي او سوال کوونکی دا ګمان ونه کړي چې همدا خبره د ورکړې پر وړاندې خنډ وګرځېده.
دحکیم رضي الله عنه فضیلت او د الله تعالی او رسول صلی الله علیه وسلم سره یې پر ژمنه پابندي.
اسحاق بن راهويه وایي: حکیم رضي الله عنه چې کله وفات شو، نو د قریشو تر ټولو شتمن انسان و.
التصنيفات
دنیا سره د محبت کولو بدي