إعدادات العرض
هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ
هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ
له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: « هغو کسانو ته وګورئ چې له تاسو څخه ټیټ دي، او هغو کسانو ته مه ګورئ چې له تاسو نه لوړ دي؛ دا کار د دې لپاره ډېر مناسب دی چې تاسو د الله تعالی نعمتونه کم ونه ګڼئ».
الترجمة
العربية Bosanski English Español فارسی Français Bahasa Indonesia Русский Türkçe اردو 中文 हिन्दी Hausa Kurdî Tiếng Việt অসমীয়া Nederlands Kiswahili සිංහල ગુજરાતી Magyar ქართული Română Português ไทย తెలుగు मराठी دری አማርኛ বাংলা Malagasy Македонски Tagalog ភាសាខ្មែរ Українська ਪੰਜਾਬੀالشرح
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان ته امر کړی چې د دنیا په چارو کې — لکه مقام، مال، شهرت او نورو کې — هغه کسانو ته وګوري چې حالت یې له ده ټیټ وي، نه هغو کسانو ته چې له حالت یې له ده لوړ او غوره وي؛ ځکه هغو خلکو ته کتل چې حالت یې له ده ټیټ وي ډېر مناسب او غوره کار دی، تر څو د الله نعمتونه چې ورکړل شوي کم او بې ارزښته ونه ګڼي.فوائد الحديث
قناعت د مؤمنانو له غوره اخلاقو څخه دی او دا د الله تعالی په تقدیر رضایت ښيي.
ابن جریر رحمه الله وایي: دې حدیث د ښېګڼو ډېر ډولونو رانغاړلي دي؛ ځکه چې انسان کله هغه څوک وویني چې په دنیا کې له ده غوره وي، نو نفس یې هم د هماغه شان غوښتنه کوي، او د الله نعمتونه چې له ده سره دي، کم یې ګڼي، او هڅه کوي چې زیات شي تر څو له هغه سره برابر او یا ورته نږدې شي — دا حالت د ډېرو خلکو سره عام دی، خو که انسان د دنیا په چارو کې وګوري چې له ده کم دی، نو د الله نعمتونه به ورته څرګند ښکاره شي، شکر به ادا کړي، تواضع به وکړي، او په ښه لاره کې به یې وکاروي.
التصنيفات
د نفسونو پاکوالی